د افغانستان له حکومت سره د بهرنیو عسکرو د ژمنې ماتول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99456-د_افغانستان_له_حکومت_سره_د_بهرنیو_عسکرو_د_ژمنې_ماتول
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویندوی محمد رادمنش په دې باره کی وویل امریکایان هیڅکله له خپلو ستراټیجیکو وسلو نه تیریږی او هغه د افغانستان پوځ ته نه سپاری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 12:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان له حکومت سره د بهرنیو عسکرو د ژمنې ماتول

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویندوی محمد رادمنش په دې باره کی وویل امریکایان هیڅکله له خپلو ستراټیجیکو وسلو نه تیریږی او هغه د افغانستان پوځ ته نه سپاری .

په افغانستان کې پرته بهرنی عسکر د دغه هیواد له حکومت سره خپلې موافقې ته له پام پرته له افغانستانه له وتلو مخکې خپل تجهیزات او ودانۍ ورانوي .

په کندهار کې پرتو بهرنیو عسکرو د جمعې په ورځ د دغې سیمې له پریښودلو مخکې خپلې ودانۍ او دتجهیزاتو یوه برخه تباه کړه . دکابل او واشنګټن ترمینځ د  ۲۰۱۴ میلادی کال د موافقې په اساس  مقرره شوه ، بهرنی عسکر له افغانستانه د وتلو په وخت خپلې وسلې او تجهیزات د افغانستان پوځ ته وسپاری .

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویندوی محمد رادمنش په دې باره کی وویل امریکایان هیڅکله له خپلو ستراټیجیکو وسلو نه تیریږی او هغه د افغانستان پوځ ته نه سپاری .

ویل کیږی امریکا او ناټو د افغانستان په پوځ او امنیتی اورګانونو کې د هغو له ماډرن تجهیزاتو د استفادې لپاره د ظرفیت د  نیشتوالی په پلمه خپلې وسلې او تجهیزات له دغه هیواده وباسی او یوه برخه یې پاکستان ته انتقالوی .

د کابل او واشنګټن امنیتی موافقه په وروستیوکلونو کی د امریکا له خوا بیا بیا خلاف ورزۍ شوی ده .

په دغه موافقه کی جوته شوی وه چی د ناټو او امریکا جنګی  عملیات د ۲۰۱۵ میلادی کال له لومړیو ختمیږی او په هر ډول ترهه ګرو ضد عملیاتو کی به هم د بهرنیو عسکرو هر ډول ګډون د افغان حکومت په غوښتنې پورې مشروط وی . له دغسې ژمنې سره سره په تیرو څه د پاسه ۵ کلونو کی امریکا او ناټو په عمل کې د افغان حکومت له غږملتیا پرته  د افغانستان بیلا بیلې سیمې بمبار کړي دی چی په نتیجه کې یې په دغه ډول خپل سرو عملیاتو کې ملکیان وژل شوي دي .

له افغانستانه د خپلو ټولو تجهیزاتو د ویستلو او په هغو کې یوه برخه پاکستان ته د انتقالولو فیصله ښی چی د سپینې ماڼۍ چارواکی د ادعاګانو په اپوټه د افغانستان د پوځ له پیاوړی کولو او خپلې وسلې د افغانستان حکومت ته له ورکولو سره هیڅ دلچسپۍ نلری .

له افغانستان څخه پاکستان ته د پوځی تجهیزاتو د یوې برخې د انتقال په اعلانولو سره د ا ګمان مطرح شوی چی سپینه ماڼۍ نیت لری  له دې لارې په پاکستان کی خپل پوځی او استخباراتی شتون لپاره زمینه برابره کړی چی دا مسله په پاکستان کې د وران کارو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ترهه ګرو ډلود انګیزې د زیاتیدا په شمول د پاکستان ملت او حکومت لپاره بیلابیلې پایلې درلودلې شی . د پاکستان ولسمشر په دې زمینه کې وویل چی باید ځیر ووسو چی پاکستان په افغانستان کې د پوځی اقداماتو لپاره د امریکا په اډې بدل نشی . د عارف علوی دغو څرګندونو ته په پام سره ،دغه هیواد په دغه سیاست ټینګار لری چی اسلام اباد حاضر ندې له واشنګټن سره د هرډول نادودې ملګرتیا پایلې ومنی .