طالبانو ۷ افغان پولیس ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99480-طالبانو_۷_افغان_پولیس_ووژل
د افغانستان د سویل په لوګر ولایت کښې د طالب وسله والو په حمله کښې د پولیسو لږترلږه اووه مامورین وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2021 06:57 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د سویل په لوګر ولایت کښې د طالب وسله والو په حمله کښې د پولیسو لږترلږه اووه مامورین وژل شوي دي.

د افغانستان د سویل په لوګر ولایت کښې د طالب وسله والو په حمله کښې د پولیسو لږترلږه اووه مامورین وژل شوي دي.

له کابله د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان چارواکو وویل چې د دغه هیواد پولیس ځواکونه د لوګر ولایت په محمد آقا سیمه کښې د طالب ډلې د کسانو له کمین برید سره مخامخ شوی چې له امله یې ۷ پولیس مړه او ۳ نور زخمي شوي دي.

د لوګر ولایت یو چاوراکي دیدار لونګ وویل چې طالب وسله والو پرون په لوګر ولایت کښې د مسو د معدن د ساتونکو پولیسو په ګاډي حمله کړې ده.

په عین حال کښې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې طالبانو په تیرو لسو ورځو کښې په ټول هیواد کښې شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ چاودنې کړې دي چې له امله یې له ۶۰ ډیر ملکي وګړي مړه او ۱۸۰ تنه نور زخمي شوي دي.