طالبانو د امریکا لخوا په ژمنې د عمل کولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99568-طالبانو_د_امریکا_لخوا_په_ژمنې_د_عمل_کولو_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو وویل چې په افغانستان کښې نیواکګر عسکر باید په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2021 00:31 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا لخوا په ژمنې د عمل کولو غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو وویل چې په افغانستان کښې نیواکګر عسکر باید په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي .

طالبانو ډلې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې په نیواکګرو ځواکونو غږ وکړ د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه مه کوي او د هغه ژمنې پراساس چې کړي یې ده زر تر زره له افغانستان څخه ووځي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې وویل د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یولسمې (۱۱) نیټې پورې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو ډلې دغه ځنډیدل د قطر د موافقې خلاف ورزۍ بللي ده .

د هغه موافقې پراساس چې تیر کال په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ لاسلیک شوي وه د واشنګټن پوځیان باید تر مي میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي .