طالبانو د امریکا لخوا په ژمنې د عمل کولو غوښتنه وکړه
Apr 28, 2021 00:31 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو وویل چې په افغانستان کښې نیواکګر عسکر باید په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي .
طالبانو ډلې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې په نیواکګرو ځواکونو غږ وکړ د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه مه کوي او د هغه ژمنې پراساس چې کړي یې ده زر تر زره له افغانستان څخه ووځي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې وویل د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یولسمې (۱۱) نیټې پورې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو ډلې دغه ځنډیدل د قطر د موافقې خلاف ورزۍ بللي ده .
د هغه موافقې پراساس چې تیر کال په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ لاسلیک شوي وه د واشنګټن پوځیان باید تر مي میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي .
ټیګونه