د مزار شريف ځوانانو په افغانستان کښې له صلحې ملاتړ اعلان کړ
Apr 28, 2021 08:35 Asia/Kabul
د مزار شريف ګڼ شمېر ځوانانو او عامه خلقو د غوئي د مياشتې د اتمې او په کميونېسټو باندې د کاميابۍ د کليزې په مناسبت په افغانستان کښې د صلحې، جمهوريت او دائمي ډزبندۍ له پروسې څخه په ملاتړ کښې لاريون وکړ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې نن په مزار شريف ښار کښې د دغه ښار ښاريزو، ځوانانو، مدني فعالانو او د خلقو مختلفو پرګنو په رضاکارانه توګه دغه لاريون وکړ.
په دغه لاريونو کښې ګډون کونکو «مونږ صلح غواړوو» او «له صلحې او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو»شعارونو په ورکولواو د په لاسو کښې د افغانستان د بېرغونو په اوچتولو سره له فردوسي چوک نه تر مبارکې روضې پورې لاريون وکړ.
د دغه رپوټ له د دغه لاريون په آخر کښې په افغانستان کښې له صلحې، جمهوريت او دائمي ډزبندۍ څخه په ملاتړ کښې يو پرېکړليک صادر شو.
ټیګونه