افغان ولسمشر:
د صلحي لپاره یو واحد غږ او یووالي ته ضرورت دے
ارګ وائي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مجاهدینو د بریا ۲۹مې کالیزې په مناسبت ځانګړي پیغام کې د مبارکی ترڅنګ له افغانانو د سولې لپاره د یووالی غوښتنه کړې.نن د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه ده.
افغان ولسمشر زیاتهکړه، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخېستل شي.
نوموړی زیاته کئه دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوِ یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یو واحد غږ او یووالي ته اړتیا ده.
جمهور رییس زیاتوي د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ.
د ده په خبره افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې سبب شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بینالمللي انزوا کې پاتې شي.
جمهور رییس طالبانو ته په خطاب کی وویل، تېرو تجربو ته په کتو طالبان باید د افغانستان راتلونکي په اړه فکر وکړي او د تاوتریخوالي، ګډوډیو پر ځای د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي او خپل سیاسې اهداف دې له ډیمکراټیکو لارو ترلاسه کړي.