اشرف غني د افغانستان له سیاسي مشرانو سره خبرې وکړې
Apr 30, 2021 02:48 Asia/Kabul
محمد اشرف غني د هیواد له ځینو سیاسي مشرانو سره په غونډه کښې د افغاسنتان د صلحې د مذاکراتو د بهیر په هکله خبرې اترې وکړې.
محمد اشرف غني د هیواد له ځینو سیاسي مشرانو سره په غونډه کښې د افغاسنتان د صلحې د مذاکراتو د بهیر په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه غونډه کښې چې د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد ا... عبد ا... او د افغانستان جګ پوړي جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په کښې شتون درلود، د بهرنیو پوځیانو د وتلو، صلحې او داخلي اجماع په هکله یې خبرې او څیړنه وکړه.
په یادې غونډې کښې هم داشان د استنبول د غونډې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د مشرتابه او داسې نورو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
ټیګونه