په بغلان کښې طالبانو اووه نمونځګزاري په ډزو ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99678-په_بغلان_کښې_طالبانو_اووه_نمونځګزاري_په_ډزو_ووژل
دافغانستان د بغلان ولايت پوليسو د وسله والو طالبانو په برید کښې د اوو عامه وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2021 11:00 Asia/Kabul
  • په بغلان کښې طالبانو اووه نمونځګزاري په ډزو ووژل

دافغانستان د بغلان ولايت پوليسو د وسله والو طالبانو په برید کښې د اوو عامه وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دافغانستان د بغلان د پوليسو وياند احمد جاوید بشارت وويل، تېره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ولیان دره کښې طالبانو په هغو عامه وګړو برید وکړ چې د تراوو نمونځ لپاره په جومات کښې غونډ شوي وو.

د دۀ په وینا، په دې پېښه کښې اووه عامه وګړي وژل شوي او په خبره یې، په وژل شوو کښې دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه وويل، درې يرغل ګر نيول شوي او نور له سيمې په تېښته کښې کامياب شوي دي، هغه زياتوي  پولیسو په سیمه کښې شتون درلود او وسله وال طالبان یې هم له منځه وړي دي.

تر اوسه طالب ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.