په افغانسان کښې په لسګونو طالبان ووژل شول
(last modified Fri, 30 Apr 2021 11:41:28 GMT )
Apr 30, 2021 16:11 Asia/Kabul
  • په افغانسان کښې په لسګونو طالبان ووژل شول

د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د دغه هېواد د فوځ په عملياتو کښې تقريباً شپېتۀ طالب ځواکونه ووژل شول.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن وويل، په دغو عملياتو کښې چې په لغمان، قندهار، هرات، غور، فارياب، هلمند او بدخشان ولايتونو کښې ترسره شول  28 نور طالب ځواکونه هم ژوبل شول.

دغه عمليات له د افغان ځواکونو او طالبانو ترمېنځ له نښتو سره مل وو خو د افغانستان د دفاع و زارت د دغه هېواد د فوځي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دغه نښتې په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د جنګ جګړو د خاتمې لپاره د دغه هېواد د صلحې د خبرې اترې چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۴ په استنبول کښې اوشي خو د طالب ډلې د نه ګډون په وجه ځنډېدلې دي.

 

ټیګونه