اشرف غني په لوګر کې په خونړی جنایت کلک غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99706-اشرف_غني_په_لوګر_کې_په_خونړی_جنایت_کلک_غبرګون_وښوده
هغه ویلي طالبان د دې ناروا جګړې په دوام نه يوازې دا چې د اوسني بحران د سوله یيز حل اراده نلري بلکې په داسې کړنو سره غواړي د سولې دا فرصت له منځه یوسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2021 07:27 Asia/Kabul

هغه ویلي طالبان د دې ناروا جګړې په دوام نه يوازې دا چې د اوسني بحران د سوله یيز حل اراده نلري بلکې په داسې کړنو سره غواړي د سولې دا فرصت له منځه یوسي.

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي،چې اشرف غني لوګر کې د تېر ماښام  په کلکه بريد غندلی او د دې پېښې مسوولان یې طالبان بللي دي.

افغان ولسمشرغني ویلي:« طالبان د روژې په مبارکه مياشت کې هم د خلکو له وژلو او عام المنفعه تاسيساتو ته له زيان اړولو لاس نه اخلي.

هغه ویلي طالبان د دې ناروا جګړې په دوام نه يوازې دا چې د اوسني بحران د سوله یيز حل اراده نلري بلکې په داسې کړنو  سره غواړي د سولې دا فرصت له منځه یوسي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم د لوګر د پیښې په غبرګون کې وویل هغه دښمن چی په روژې مبارکه میاشت کې  بیګناه انسانان او ځوانان په دغه وحشیانه ډول شهیدوی یوازې سولې لپاره رامینځته شوی فرصتونه له مینځه وړی او په تاوتریخوالی او جنګ دوام ټینګار لری .

پخواني ولسمشرحامد کرزي هم د لوګر ولايت پل علم ښار کې بريد غندلی او دا يې د افغانستان د سولې د دښمنانو دسيسه بللې ده.

کرزي په جگړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غوښتي، چی د هیواد په خلاف د پرديو دسیسو ته پام وکړي او د سولې  پروسه دې ګړندۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم چاودنه وشوه.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایي، ځانمرګی برید ملکي روغتون ته څېرمه د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالولي وکیل په پخواني کور کې شوی دی.

ستانکزی وایی په دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره په دې برید کې ډېر هغه کسان وژل شوي، چې مرکز پل عالم ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون په موخه راغلي وو.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه را پورته کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي، دا ډول پېښې په هېڅ قانون کې نشته او یواځې افغان وژنه ده بس.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې نور اوربند وکړي.

 د دې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو د افغان  ولسمشر غني د خبرو په غبرګون کې څه ویلي