ډاکټر عبدا... : طالبان باید اوربند وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99708-ډاکټر_عبدا..._طالبان_باید_اوربند_وکړي
هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2021 08:18 Asia/Kabul
  • ډاکټر عبدا... : طالبان باید اوربند وکړي

هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

د افغانستان د  ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدا...عبدا...یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جګړو لاس په سر شي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې لوګر کې د تېرې شپې برید غندلی او ویلي يې دي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د دې سبب شوی چې دغه ډول غیر انساني بریدونو ته زمینه برابره شي.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

ده  ویلي، دمګړی د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې ډېرې شوي خو دغه ډول وحشیانه او بزدلانه بریدونه کولی شي، چې دا هڅې له خنډ سره مخ کړي.

ده له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دې اوربند اعلان کړي.

عبدا...عبدا... داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې یادې ډلې په وار وار له دې وړاندې د اوربند غوښتنه رد کړې او جګړو ته یې زور ورکړی دی.