د افغانستان د سولې د مزاکراتو د لارې لرلید
دا په داسې حال کی ده چی نن سبا په افغان ولس کې ډیرې اندیښنې رامینځته شوی دي چی که افغان دولت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې بندون ته ورسی نو کوم راتلونکی به یې په تمه وی ؟
د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د یوه جامع او پایداره توافق لرلید هماغه ر از د افغان ولس ، چارواکو او سیمه ایزو او نړیوالو د پام وړ دې .
که څه هم د افغانستان د سولې د مزاکراتو نتیجې هیڅکله جوتې ندی خو اوس ډیرې زیاتې شکمنې ښکاری . ټاکل شوی وه د ترکیې په استنبول کې د اپریل په ۲۴ د افغانستان د سولې د خبرواترو غونډه ترسره شی خو په دغه غونډه کې د طالبانو دد نه ګډون په دلیل له روژې میاشتې وروسته ته وځنډول شوه .
په دې زمینه کې د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو ویلی وو د افغانستان د سولې د خبرو اترو د غونډې د نیټې ځنډیدا له ملګرو ملتو، امریکا او قطر سره په غږملتیا سره ترسره شوی دی .
د ځینو کارپیژاندو په باورنړیوالې هلې ځلې ښی چی نړۍ د افغانانو ترمینځ د سولی د خبرواترو د بندون د خطرې په اړه ځیروه او مودې مودې کیږی چی هڅه کوی د افغانستان له خلکو سره سولې او ثبات ته په رسیدا کې مرسته وکړی . دا په داسې حال کی ده چی نن سبا په افغان ولس کې ډیرې اندیښنې رامینځته شوی دي چی که افغان دولت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې بندون ته ورسی نو کوم راتلونکی به یې په تمه وی ؟
د مزاکراتو ماتې پراخ جنګ حتی د منتخب حکومت تر دړې وړې کیدا او تاوتریخوالیو زیاتیدا پورې لاړ شی . دا وضعیت د افغانانو د پراخې کډوالیدا ، د نشه ایزو موادو د تولید د زیاتیدا او بشری حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ سبب شی .
د ملګروملتو د کډوالو د چارو ستر سلاکار فیلیپو ګرانډی په دې زمینه کی وویل له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د دغه هیواد د حالاتو په بدتره کیدا اندیښمن دی او دا موضوع به په پریکنده توګه د کډوالیدا د زیاتیدا سبب شی .
په افغانستان کې د جنګ ، نښتې او بهرنیو عسکرو د نیواکګرۍ له امله څه د پاسه درې میلیون کسان کډوال شوی دي .
امریکا او متحدانو یې په ۲۰۰۱ میلادی کال کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د افغان ولس د امنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد حمله وکړه . افغانانو تمه درلوده چی د بیکارۍ ، ناامنۍ او سیاسی بې ثباتۍ په شان لانجې اوارې شید خو د دولسیزو په تیریدا سره وضعیت کې هیڅ توپیر ندې راغلې او دا نیواکګری په افغانستان کې د جنګ او تباهۍ سبب شوی بلکې بدتره هم شوی ده . په دې مینځ و میان کې که په استنبول کې د سولې خبرې اترې ماته وخوری نو د افغان دولت او طالبانو ترمینځ به جنګ نور هم سخت شی او په درست افغانستان کی به تاوتریخوالې او ناامنی زیاته شی .
تمه کیږی چی که د سولې خبرې اترې بندون ته ورسی نو افغان دولت د خپل حاکمیت د دفاع وړتیا ولرلې شی . افغان ولسمشراشرف غنی له سی این این چینل سره په یوه مرکه کې ویلی دی د دغه هیواد عسکر د افغانستان د مځکنی بشپړتیا د دفاع وړتیا لري . په یوه ډلبندۍ کې باید ووایو چی که د افغانستان د سولې خبرې اترې ماته وخوری نو دغه هیواد به د دړې وړې کیدا له حقیقی خطر سره مخامخ شی او دا د افغانستان د سیاسی مشرانو او طالبانو ډلې په غاړه ده چی تر کومه د خپل هیواد د اوسنی وضعیت په اړه زړه سوزوی ، دوی باید له دغه فرصته استفاده وکړی او د افغانستان د راتلونکی لپاره په دغو خبرو اترو کی موافقې ته ورسی .