سمنګان ولایت کښې سیلاب ډیر تاوان اړولې دی
May 04, 2021 03:00 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان په سمنګان ولایت کښې سیلاب د دغې سیمې د خلکو د کورونو او د کرهڼیزو مځکو د ورانیدو سبب شوی دی
د افغانستان په سمنګان ولایت کښې سیلاب د دغې سیمې د خلکو د کورونو او د کرهڼیزو مځکو د ورانیدو سبب شوی دی
د افغانستان په شمال کښې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مشر صبغت ا... سیاس وویل چې یو ټیم د سیلاب ځپلو سیمو د حالت د څیړنې لپاره لیږل شوی دی خو د امنیتي ستونزو په وجه دغو سیمو ته تخصصي ټیم نه شو لیږلې.
په سمنګان ولایت کښې هر کال سیلاب راځي او سږ کال هم دا سیلاب په داسې حال کښې دی چې په دغه ولایت کښې او د افغانستان په ډیرو نورو سیمو کښې د امریکايي پوځیانو د نیواکګرۍ په وجه جنګونه او د طالبانو حملې دوام لري.
ټیګونه