ځلمی خلیلزاد پرون کابل ته تلی دی
ټاکل شوې چې خلیلزاد به په دغه سفر کښې د افغانستان له ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره ملاقاتونه وکړي.
ټاکل شوې چې خلیلزاد به په دغه سفر کښې د افغانستان له ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره ملاقاتونه وکړي.
ځلمي خلیلزاد پرون په تاجکستان کې د روسیې، پاکستان او چین له استازو سره هم ولیدل او له تور لیست څخه یې د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو ملاتړ وکړ.
دا له کله چې له افغانستانه د پاتې امریکايي پوځیانو د وتلو رسمي بهیر پیل شوی، افغانستان ته د خلیلزاد لومړی سفر دی.
ده په قطر کې طالب مشران یو وار بیا د سولې خبرو ته وهڅول خو څرګنده نه ده چې د طالبانو غبرګون څه و.
دې ډلې تېره میاشت وویل، تر څو چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي د سولې خبرې نه کوي.
د صلحي د بین الافغاني مذاکراتو د مسائلو د هواري په موخه د خلیلزاد سفرونه په داسې حال کښې دي چې امریکې او انډیوالانو یې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد حمله وکړه خو دغې نیواکګرۍ له جنګ او د افغانستان د اقتصادي بیخ بیناؤ له نابودولو پرته بله نتیجه نه ده لرلې.