په مېدان وردګو کښې يو ښؤنځے جوړ شو
په میدان وردګو ولایت کې د څه باندې (۲۷) میلیونه افغانیو په ارزښت دیوه ښوونځي ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دمیدان وردګو ولایت د (سیدآباد) ولسوالۍ د (ملي خېلو) په کلي کښې د ملي پراختیا شرکت له لوري د څه باندې (۲۷.۵) میلیونو افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سیداباد ولسوالۍ (شنیز درې ) په (ملي خېلو) کلي کې یو متوسطه ښوونځی په (۷.۵) جریبه ځمکه کې چې ( ۱۰) ټولګي لري په دوه پوړيزه ودانۍ او احاطې سربېره د تشنابونو، اوبو ذخېرې، دڅښاک د اوبو څاه، د ساتونکي خونې او سولري برښنا لرونکی دی چې د زده کوونکو د سالمې روزنې په موخه بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
د يادولو وړ ده چې له دغه ښوونځي څخه به د سيمې شپږ کلي او د یادو کلیو شا او خوا (۱۸۰۰) کورنۍ د خپلو اولادونو د سالمې روزنې لپاره په يوه مناسب چاپيريال کې ګټه واخلي.