د افغانستان د ملي امنيت مشر رسنې وګواښلې
دافغانستان د ملي منيت د ادارې مشر د رسنيو په ګواښلو سره تاکيد وکړ، هر چا چې له ترهه ګرو سره ارتباط ټينګ کړ ورسره به د ترهه ګر به شان سلوک کيږي.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې احمد ضياء سراج د افغانستان د پارلېمان په محرمانه غونډه کښې رسنيو ته په خبرداري ورکولو سره وويل: زمونږ مطبوعات، سياستوالان و کارپېژاندي پکار دے د دښمن نفسياتي جنګ ته متوجه اوسي. هرچا چې له ترهه ګرو سره ارتباط پېدا کړ او د هغوي په ګټه تبليغات کوي ورسره به د يو ترهه ګر په څېر سلوک وکړوو.
دغه څرګندونې د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني ولايت استازي عارف رحماني د دغه هېواد د ملي امنيت د ادارې د مشر په نقل سره ټوئيټ کړې دي.
د احمد ضياء سراج دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې په افغانستان کښې رسنيو د بيان د ازادۍ په لاره کښې د خنډونو په اړه خبردارے ورکړے ؤ.