احمد مسعود په افغانستان کښې د اسلامي حکومت د تشکيل ملاتړ وکړ
د افغانستان د ارواښاد جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوے په کابل کښې د مجاهدينو د کاميابۍ د نهويشتمې کليزې په مناسبت يو لړ مراسمو کښې په افغانستان کښې د يو اسلامي حکومت د تشکيل لپاره حالات مناسب وبلل.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې احمد مسعود پرون د افغانستان د خلقو د جهاد په کاميابۍ کښې د مجاهدينو يووالے او ټينګتيا او د علماو رول د افغانستان د اسلامي حکومت د تشکيل لپاره د استازيو په بحثونو کښې يوه ورکه کړۍ وبلله.
هغه وويل پکار دے خلق د علماو او مجاهدينو ترڅنګه کوشش وکړي چې د اسلامي شريعت په کارولو سره د يووالي او د اسلامي حکومت د تشکيل زمينې برابرې شي.
احمد مسعود په عېن حال کښې د لوئې جرګې په ځاے کښې د دغو مراسمو د جوړېدو د اجازې نه ورکولو په خاطر د افغانستان د ولسمشرۍ په ادارې نيوکه وکړه او دا چاره يې د خلقو د ډله ايزې غوښتنې په خلاف وبلله.
احمد مسعود زياته کړه، په رامنځته شويو حالاتو سره اوس په افغانستان کښې د جنګ او وينې بهيونې د دوام لپاره د هيڅ يوې ډلې لپاره څه بهانه باقي نه ده پاتې او پکار بهرني ځواکونه له دغه هېواده بهر شي.