په بغلان غزنی او هلمند کې ځيني ولسوالۍ په نسکوریدا دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99914-په_بغلان_غزنی_او_هلمند_کې_ځيني_ولسوالۍ_په_نسکوریدا_دي
 د روژې دمبارکې میاشتې  له پیله تر دې دمه   دبغلان اوځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو  حملې پراخې شوي چې  پکې څه دپاسه پنځوس امنیتی ماموران وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2021 08:10 Asia/Kabul
  • په بغلان غزنی او هلمند کې ځيني ولسوالۍ په نسکوریدا دي 

 د روژې دمبارکې میاشتې  له پیله تر دې دمه   دبغلان اوځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو  حملې پراخې شوي چې  پکې څه دپاسه پنځوس امنیتی ماموران وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .

زمونږ خبریال  د صداي افغان خبری آژ انس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د بغلان  ولایتی شورایوه مسئول مقام  فیروز الدین ایماق د افغانستان  په شمالي ولایتونو کې دځينو ولسوالیو د احتمالي نسکوریدا په باب په خبرداري سره   وئيلي دي ،بیګا د بغلان ولسوالۍ په شاوخوا کې   دپوځ او امنیتي ځواک دوې پستې  له کوم جنګ او اخ وډب پرته  طالبانو ته پریښودل شوي او  ورڅخه شاتګ شوی دی .

 هغه زیاته کړې ، د افغان پوځي ځواک  په شاتګ  سره، په مرکزی بغلان ، تاله ، نهرین  او برفک ولسوالیو کې  د طالبانو کړۍ تنګه شوي  او که حکومت توجه و نه کړي ، نو ددغو ولسوالیو د نسکوریدا خطره  په زیاتیدا ده .

 داپه داسې حال کې ډي چې  درې ورځې مخکې  امنیتي ځواک  د بُرکه  ولسوالۍ هم  له جنګ او  اخ وډب پرته  طالبانو ته پریښودلې ده .

 د روژې دمبارکې میاشتې  له پیله تر دې دمه   دبغلان اوځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو  حملې پراخې شوي چې  پکې څه دپاسه پنځوس امنیتی ماموران وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .

له دې سره په یووخت  دغزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیری هم وئیلي دي دغزني ښار په دریمې امنیتی حوزې کې  په ارزو سیمې کې  د پوځ یوه پسته  د طالبانوپه حملې پسې  ددغې ډلې وسلوالو لاس ته ورغلې ده .