معصوم ستانکزے:
طالبان دې د صلحې په اړه مسوولانه فکر وکړي
May 07, 2021 17:41 Asia/Kabul
د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزے وایي، طالبان دې د صلحې په اړه مسوولانه فکر وکړي او له افغان وژنې دې لاس واخلي.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي تمه کېده چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتې او د نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو د اعلان په خاطر، د سولې لاره په جدیت سره تعقیب کړې وای، خو دې ډلې د خلکو د غوښتنو پر خلاف، لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړې ده.
د نوموړي په خبره ستره بریا د خلکو په مرګ ژوبلې کې نه، بلکې په سوله او د ولس په هوساینه کې ده.
دی زیاتوي د هېواد د ژغورنې او اوسنۍ کشالې د ختمولو لپاره سوله یوازینۍ لار ده، ده یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د صلحې لار غوره کړي.
ټیګونه