-
په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره پېښې ثبت شوي
Dec 28, 2024 02:54د روغتیا نړیوال سازمان د روان زېږیز کال د نوامبر میاشتې په راپور کې ویلي چې، دغه میاشت په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې چې د تېرې زیږېزې میاشتې په پرتله ۱.۳ سلنه کموالی ښیي ثبت شوې دي.
-
د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال ۱۸ رسنۍ تړل شوي او تر ۴۰ زیات خبریالان نیول شوي
Dec 27, 2024 11:06د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۸۱ موارد یې ثبت کړي دي چې په دې کې ۱۳۱ د ګواښ او ۵۰ د خبریالانو د نیونې موارد شامل دي.
-
پکتیکا کې د پاکستان د برید له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي
Dec 27, 2024 10:27د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي.
-
کابل کښې د پاکستان شاذدافیر احضار کړی شو
Dec 26, 2024 04:11د افغانستان د طالبانو حکومت په کابل کښې د پاکستان شاذدافیر، په پکتیکا ولایت باندې د اسلام آباد د هوايي حملې په تړاو، وربللی دی.
-
په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې کړکیچ لا زیاتوي
Dec 26, 2024 04:02په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو بندیزونه به په افغانستان کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.
-
حامدکرزي پر پکتیکا د پاکستان بمباري د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی
Dec 25, 2024 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په جنوبی ختیځ سخته بمباری وکړه
Dec 25, 2024 01:55د پاکستان د پوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیر عامو خلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.