-
طالبان: د استخباراتو له ادارې مو پخواني کسان ایستې دي
Jul 27, 2024 03:52د طالبانو د استخباراتو مشر له دغې ادارې څخه د ټولو پخوانيو دولتي کارکوونکو د ګوښه کولو اعلان وکړ.
-
افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي
Jul 26, 2024 11:16د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې، د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار د پیل پر لارو چارو خبرې کړې.
-
سږ کال د خټکیو حاصلات ښه؛ خو بازار یې کمرنګه دی
Jul 26, 2024 10:51په سمنګان ولایت کې سږکال بزګرانو پخپلو کروندو کې په پراخه پیمانه خټکي کرلي؛ خو د خرڅلاو له کمرنګه بازار څخه یې اندېښنه لري.
-
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر د کرېکټ نړیوالې شورا غونډه کې ګډون کړی.
Jul 25, 2024 02:59کرکټ بورډ ویلي، په یاده غونډه کې د افغان کرېکټ بورډ مشرد افغان کرېکټ پر لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحث کړی او د کرېکټ نړیوالې شورا له مشرتابه او بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره یې یاد او نور اړوند معلومات شریک کړي دي.
-
د چمن- سپین بولدک ترمنځ په تذکرې او پاسپورت تګ راتګ پیل شوی
Jul 25, 2024 02:57په چمن کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده او ډېر کسان انتظار باسي چې سپین بولدک ته واوړي.
-
ایران ته د راتګ لپاره د اربعین افغان زیارتوالو ته په جمع وړیا ویزې ورکول کیږي
Jul 24, 2024 09:17کابل کښې د ایران د سفارت د لومړي مرستیال وویل: د حسیني اربعین افغانستاني زیارتوال د ایران ځمکنیو سرحدونو ته د دوه ځلې داخلیدو لپاره ویزې، یوازې په ډله ایز توګه ورکول کیږي.
-
له اسرائيلو سره د مقابلې پنځمه مرحله به ډيره خطرناکه وي
Jul 24, 2024 02:54د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې د پنځمې مرحلې د پیلولو خبره کړې او وئيلي ئې دي چې دغه مرحله به ډیره خطرناکه او غاښ ماتونکي وي.
-
د متقي او هنیه ټیلیفوني خبرې اترې
Jul 24, 2024 07:38د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د حماس جهادي غورځنگ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ټيليفوني خبرې وکړې.
-
د طالبانو حکومت ایران ته د اوبو د حق په ورکړې ټینګار لري
Jul 24, 2024 07:36د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، هڅه کوي چي د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورشي.
-
په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارډ زړو افغانيو سوځول
Jul 23, 2024 13:00د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.