-
د افغانستان او ایران د ګډې خونې په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته راغې
Aug 18, 2026 14:42د افغانستان د خصوصي سکتور يو ۳۰ کسیز پلاوی، د افغانستان او ایران د ګډې خونې د مشر کمالالدین توحید په مشرۍ، د نړیوال ساختماني صنعت په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی دی. د دغه پلاوي په ترکیب کې یو شمېر افغان سوداګر او د خصوصي سکتور استازي شامل دي.
-
د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بېثباتي سیمه ګواښي
Aug 18, 2026 06:36پارس تودی-د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې دوامداره ناامني د مرکزي اسیا د غړو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ دی.
-
په کابل کې په دشت برچې کې د ماشومانو په ښوونځی باندې برید درانه مرګژوبله اړولې
Aug 18, 2026 06:34پارس تودی-پرون ماځیګر د کابل په دشت برچي سیمه کې د شمع دانش په نامه د ماشومانو په یوې ښوونځی باندې په لاسي بم سره برید شوی دی چي د امله یې لسګونو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
مجاهد: پاکستان دې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي
Aug 18, 2026 06:32په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پاکستان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې د ګاونډیانو د ملامتولو پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي.
-
جلالاباد کې د پاکو اوبو کمښت؛ د اوبو رسولو نوې شبکه جوړېږي
Aug 17, 2026 16:30د جلالاباد ښار اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، خو چارواکي وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې د اوبو رسولو د یوې سترې شبکې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
-
د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور
Aug 17, 2026 15:15د ننګرهار مرکزي زندان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې زندانیانو پکې ښه وځلېدل.
-
ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد اووه ورځنی کمپاین پیل شو + غږیز راپور
Aug 16, 2026 14:09د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو او د ګاونډي کونړ په ۷ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې ځانګړی واکسیناسیون کمپاین پیل شو.
-
افغانستان د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل
Aug 16, 2026 13:44رحیمالله نجمي او ذبیحالله احساني د خپلو سیالانو په ماتولو سره د غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته دوه د برونزو ارزښتناک مډالونه وګټل.
-
راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو
Aug 16, 2026 13:33د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې له ځلېدو وروسته د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
-
افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Aug 16, 2026 13:29د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخاندریا او چین سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.