د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته د ایران د رهبر لیک
https://parstoday.ir/ps/news/event-i149134-د_فلسطین_ملاتړو_امریکايي_محصلینو_ته_د_ایران_د_رهبر_لیک
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته د ایران د رهبر لیک په تړاو له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-06-05T07:15:02+00:00 )
Jun 05, 2024 11:35 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته د ایران د رهبر لیک

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته د ایران د رهبر لیک په تړاو له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی خامنه يي د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطین ملاتړو محصلینو ته په یوه لیک کې، د دغو محصلینو له  لوري له صهیونیسټي ضد مظاهرو سره د پیوستون څرګندولو ترڅنګ، هغوی یې د مقاومت د جبهې یوه برخه وګڼله او د لوېدیځې آسیا د حساسې سیمې د حالاتو او برخلیک بدلون ته په اشارې سره، د نړۍ د تاریخ پر بدلیدو یې ټینګار وکړ.

د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته په خطاب کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لیک، په لوېدیځ او په تېره بیا په امریکې کې د فلسطین د مظلوم ملت او د فلسطین له مظلوم ولس څخه د ملاتړ بې سارې تمایلاتو ته په پام سره، ډېر اهمیت لري. پر غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم حملې او د فلسطینیانو نسل وژنه او په غزې تړانګه کې د دغه رژیم د بې سارې جنایتونو دوام، چې اوس آتمې میاشتې ته رسېدلی دی، په امریکا کې په ۲۰۲۰ کال کې د توکم پالنې پر ضد د اعتراضونو له پیل راهیسې د محصلینو ترټولو ستر اعتراضونه دي.

دغه لاريونونه او اعتراضونه په غزه کې د اسرائيلو د جنايتونو، په تېره بيا د نسل وژنې، د لوږې له وسلې د کارونې او په دې سيمه کې د قحطۍ د رامنځته کولو په غبرګون کې او همدارنګه د سمدستي اوربند او  غزې ته د زیاتو مرستو لېږلو لپاره ترسره شوي، چې البته د امریکا دحکومت د منفي غبرګون او په دغو مظاهرو کې د ګډون کوونکو له سزا کولو سره مخامخ شول، له محصلینو سربېره، د لومړي ځل لپاره د پوهنتونونو استادان او مدیران هم له معترضینو سره ملتیا کوي. د فلسطین په ملاتړ په امریکا کې د محصلینو مظاهرې، د دغه هېواد په سیاسي او ټولنیز نظام کې یوه نوې پدیده ګڼل کېدای شي، بې له شکه دغه لاريونونه اروپايي هېوادونو ته هم غځېدلي دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دغه لیک هغو ځوانانو ته په خطاب کې لیکلی چې د دوی وېښ وجدان هغوی یې د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو د دفاع لپاره هڅولي دي، او څرګنده کړې چې د امریکا په لسګونه پوهنتونونو کې له تاسو محصلینو سربېره، په نورو هېوادونو کې هم خلک راپاڅېدلي دي.

له تاسو محصلینو سره د پوهنتون د استادانو او مدیرانو یوځای کېدل او ملاتړ کول، یوه مهمه او مؤثره خبره ده. دا د حکومتي پولیسو د عمل د سختوالي او د دوی د فشار په مقابل کې کولای شي، تر یوې کچې سکون ورکوونکی وي. زه هم له تاسو ځوانانو سره خواخوږي کوم او ستاسو موقف ته درناوی لرم.

امریکا د بیان د آزادۍ په ګډون د بشري حقونو او د بشري آزادیو د اصلي ادعا کوونکو په توګه، په ځلونو د امریکا په دننه کې د اسرائیلو په خلاف د نظرونو د بیانولو او د مظاهرو او اعتراضونو د ترسره کولو مخه نیولې ده. له دې څخه څرګندېږي چې د بيان د آزادۍ موضوع يوازې هغه وخت د امريکې د حکومت له خوا اجازه لري، چې د واشنګټن او د هغه د متحدانو په تېره بيا د صهيونیسټي رژيم د سياستونو په ملاتړ کې وي. که نه نو، د افرادو یا بنسټونو لپاره چې خپل نظر څرګند کړي یا د واکمنو پالیسیو پر وړاندې احتجاج وکړي، ډېر ځای نشته.

د الجزیرې شبکې د 2024 کال د اپریل په وروستیو کې (د 1403 د غويي میاشتې په پیل کې) په امریکا کې د بیان د آزادۍ د برخلیک په اړه په یوه په زړه پورې راپور کې، د بېلګې په توګه د کولمبیا پوهنتون د هغه محصلینو او استادانو چې په غزه کې د جګړې او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د غندلو او د فلسطینیانو په ملاتړ په مظاهرو او اعتراضي غونډو کې برخه اخیستې وه، په تور لیست کې د دوی اچولو او له زده کړو او کار کولو څخه د دوی منع کولو په هکله بحث کړی او څرګنده کړې ده، چې د کولمبیا پوهنتون له وال سټریټ او د اسرائیلو ملاتړي د وسلو د تولید له شرکتونو سره نږدې اقتصادي اړیکي لري او ایستل شوي محصلین او استادان په نورو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته د دوام او د کار بازار ته د داخلېدو فرصت له لاسه ورکوي.

د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسرائیلو له جنایتکارانه اقداماتو سره په مخالفت کې پراخ او بې ساري لاریونونو، یو ځل بیا د فلسطین د مسئلې په اړه د امریکا د ځوان نسل په چلند کې بنسټیز او اړین بدلون روښانه کړ.  اوس دا پوښتنه په زیاتېدو ده چې ولې ځوان نسل د خپلو پلرونو په خلاف د فلسطین ملاتړ کوي او له صهیونیسټي رژیم سره هېڅ ډول خواخوږي نه لري؟ په امریکا کې د صهیونیسټي لابیو نږدې چارواکو او بنسټونو، د تل ابیب له چارواکو سره په ګډه هڅه کړې چې د محصلینو مظاهرې او لاریونونه د امریکا د نوي نسل د فریب او انحراف پایله وګڼي او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د مقاومت له ملاتړو سره دې جدي چلند وکړي.

د رسنیو امپراتوري په بشپړه توګه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د سانسور او د اسرائیلو د مظلوم ښودلو په خدمت کې ده. په غزه کې د اسرائیلو د کړنو مخالف یهودي محصلینو په ګډون، فلسطین پلوه محصلین وايي چې پر اسرائیلو د نیوکې او د بشري حقونو د ملاتړ له امله، دوی په غیر عادلانه توګه د یهودي ضد په توګه معرفي کوي. د امریکا واکمن نظام له هغو کسانو سره چې د دوی په ادعا سره، د یهودیانو ضد او د فلسطینیانو ملاتړي وي، ورسره سخت چلند کوي او له همدې امله ویلای شو چې مظاهره کوونکي د خپلو آرمانو لپاره خپل راتلونکی قرباني کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپل لیک کې، د صهیونیسټي رژیم رامنځته کېدو او د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د هغوی ​​جنایتونو او د اسرائیلو په غیر انساني اقداماتو کې د امریکا او لوېدیځ ملاتړي رول ته په ژورې کتنې سره، په امریکا کې د فلسطین پلوه محصلانو غورځنګ ته په خطاب کې ټینګار کړی چې تاسو اوس د تاریخ په سم اړخ کې - کوم چې د بدلېدو په حال کې دی- ولاړ یاست. هغوی د اسرائیلو د ماهیت د څرګندولو په درشل کې پر دې مسئلې ټینګار کړی چې صهیونیسټي رژیم له لومړۍ ورځې څخه د فلسطین د بې دفاع خلکو پر وړاندې د وسپنیز سوک له سیاست څخه کار اخیستی دی او د ټولو وجداني، انساني او دیني ارزښتونو له پامه غورځولو سره یې، ورځ تر بلې په ظلمونو، ځپونې او ترور لاس پورې کړی دی.

د امريکا حکومت او متحدانو يې حتی د دغه دولتي تروريزم او پرلپسې ظلمونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی. نن سبا هم په غزه کې د وحشتناکو جنایتونو په اړه د امریکې د حکومت ځینې څرګندونې له حقیقته زیاتې لیري او منافقانه دي، حضرت آیت الله خامنه يي د صهیونیسټي رژیم د بقا په دوام کې د امریکې د رول د روښانه کولو لپاره په خپل لیک کې لیکلي چې د دغه غاصب رژیم تر ټولو ستر ملاتړی، د انګلیس له لومړنیو مرستو وروسته، د امریکا حکومت دی چې له دغه رژیم سره یې سیاسي، اقتصادي او د وسلو مرستو ته دوام ورکړی او حتی د نه بخښلو وړ بې پروایۍ سره یې، د اټومي وسلې د تولید لپاره دوی ته لاره هواره کړې او په دې لاره کې ورسره مرسته کوي.

د حضرت آیت الله خامنه يي په لیک کې یوه بله مهمه موضوع، د صهیونیسټي رژیم په مقابل کې د مقاومت د محور رول او استقامت ته اشاره ده. هغوی په ​​خپل ليک کې ليکلي چې د مقاومت جبهې له دغې تيارې او له مايوسۍ ډکې فضا څخه سر راپورته کړی او په ايران کې د اسلامي جمهوريت د حکومت رامنځته کېدلو، هغوی ته پراختیا او وړتیا ورکړې ده. اوس د مقاومت جبهه په نړيواله کچه پراخه شوې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې لړ کې د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته په خپل لیک کې فرمایلي چې تاسو اوس د مقاومت د جبهې یوه برخه جوړه کړې ده او تاسو د خپل حکومت تر بې رحمه فشار لاندې - چې په ښکاره له غاصب او صهیونیسټي رژیم څخه بې رحمه دفاع کوي - یوه باعزته مبارزه پیل کړې ده. په لیرې ځای کې د مقاومت یوه لویه جبهه، ستاسو د نن ورځې د ورته درک او احساساتو په لرلو سره، له کلونو راهیسې مبارزه کوي.

په دغه لیک کې یو بل څرګند ټکی، د لوېدیځ او صهیونیزم د رواني او رسنیزو جنګونو او د نیول شوي فلسطین د بدلونونو د ناسم انځور وړاندې کولو او د ظالم او مظلوم ځای د بدلولو لپاره د صهیونیسټانو هڅو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اشاره ده. هغوی په ​​دغه ليک کې ليکلي چې د نړيوال صهيونيزم مشران، چې په امريکا او اروپا کې زياتره رسنيز شرکتونه په هغوی او يا د هغوی پيسو او رشوتونو پورې اړه لري، هغوی دغه انساني او زړور مقاومت د ترهګرۍ په توګه معرفي کړ!

آیا هغه ملت چې په خپله خاوره کې د صهیونیسټي یرغلګرو د جنایتونو پر وړاندې له ځانه دفاع کوي ترهګر دی؟ او آيا له دې ملت سره بشري مرستې او د دوی د مټو پياوړي کول، له تروريزم سره مرسته بلل کېږي؟  د نړیوال سلطې مشران حتی پر بشري مفاهیمو هم رحم نه کوي.

دوی د اسرائیلو ظالم او تروریستي رژیم له ځانه دفاع  کوونکی بولي او د فلسطین مقاومت چې د خپلې آزادۍ، امنیت او د خپلواکۍ له حق څخه دفاع کوي، د «ترهګرو» په نوم یادوي!

بله مسله چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لیک کې مطرح او د پام وړ ده، د لوېدیځې آسیا په تیره بیا د نیول شوي فلسطین د بدلونونو تګ لارې ته پاملرنه ده. هغوی په ​​خپل لیک کې لیکلي چې زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم، چې نن ورځ وضعیت د بدلېدو په حال کې دی. بل برخلیک د لوېدیځې آسیا د حساسې سیمې په تمه دی. په نړیواله کچه ډېری وجدانونه بیدار شوي او حقیقت د ښکاره کېدو په حال کې دی. د مقاومت جبهه پیاوړې شوې او نوره به هم پیاوړې شي. تاریخ هم د بدلون په حال کې دی. د انقلاب معظم رهبر د فلسطین ملاتړو امریکايي محصلینو ته د صبر او استقامت بلنه ورکړې او په پای کې یې محصلینو ته لیکلي چې، زه تاسو ته سپارښتنه کوم چې له قرآن سره آشنا شئ.

ژباړه: زماني