ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150332-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-07-14T07:02:27+00:00 )
Jul 14, 2024 11:27 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو په مناسبت په یو پیغام کې، د ایران ولس او منتخب ولسمشر او د دغې حساسې صحنې ټولو فعالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ټولو ته د هېواد د عزت او پرمختګ لپاره د یو ځای کېدو او سم فکر سپارښتنه او ټینګار وکړ: مناسبه ده چې د ټاکنو رقابتي چلند په دوستانه معیارونو بدل شي او ټول د هېواد د مادي او معنوي سوکالۍ لپاره کار وکړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګه منتخب ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان ته پر خدای باندې توکل کولو، لوړو افقونو ته تمه درلودو، د هېواد له ډېرو ظرفیتونو څخه، په ځانګړې توګه د انقلابي او مذهبي ځوانانو څخه په استفادې د شهید رئیسي د لارې پر دوام ټینګار وکړ.

د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو په دویم پړاو کې "مسعود پزشکیان " د ټولټال ۳۰ میلیونه ۵۳۰ زره ۱۵۷ رایو څخه وتوانېد چې  د 16 میلیونه 384 زره 403 رایو په ترلاسه کولو سره، د ایران د نهم منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شي. په دې وروستیو ورځو کې د نړۍ دمختلفو هېوادونو مشرانو او چارواکو له"مسعود پزشکیان" سره په ټلفوني اړیکه کې، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه د بریا د مبارکۍ ترڅنګ، له ایران سره د همکارۍ د پراخولو غوښتونکي شول.

حضتر آیت ا... العظمی خامنه يي په اروپا کې د اسلامي زده کړیالانو د اتحادیې ۵۸مې غونډې ته په یو پیغام کې، د نړۍ اوسنیو پېچلو مسائلو ته په اشارې سره، په حوصلې، ایمان او ځان باندې په تکیه کولو سره په مهمو مسائلو کې د دغو محصلینو پر رول او اغېزې ټینګار وکړ.  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پيغام کې راغلي دي، ګرانو محصلينو! ستاسو ښه او پېژندل شوې اتحاديه او د هغې د فعالیتونو دوام یوه ګټوره پدیده ده.  دا ټولیز حضور تر خپلې اندازې پورې د نړۍ په اوسنیو پېچلو مسايلو کې د پام وړ رول لوبولی شي.  په سترو مسائلو کې اغېزمنتوب، د هر ډول ژمنو په پرتله، د فعالینو حوصلې، باور او پر ځان باور پورې تړلی دی او د خدای شکر دی چې دا ارزښتناکه پانګه، ستاسو په مومنو او انقلابي ایراني ځوانانو په منځ کې شتون لري.

هغوی ټینګار کړی چې تاسو د نړۍ په مهمو مسائلو او نویو او زړو زخمونو پوهېږئ. په دوی کې ترټولو وروستی پېښه، په غزه کې بې ساري ناورین دی. او په دوی کې تر ټولو مهم د غرب، غربي سیاستوالو او غربي تمدن اخلاقي، سیاسي او ټولنیز ناکامي ده. د دوی تر ټولو عبرتناکه موضوع، د بیان د آزادۍ په رامنځته کولو کې د خپلو پلویانو د لیبرال ډیموکراسۍ پاتې راتلل او د اقتصادي او ټولنیز عدالت په مسله کې د دوی وژونکي غفلت دی. په امریکا او اروپا کې د عامو خلکو او په ځانګړې توګه د زده کړیالانو د اعتراضونو کمې اما هیله بښونکی وړاندې هم یو له مهمو اوسنیو مسلو څخه دی. د لوېدیځې آسیا سیمه او زموږ ګران هېواد هم له ډېرو لویو او وړو مسائلو سره مخ دی. دا ټول ستاسو د اتحادیې په څېر د برکت لرونکي ډلې لپاره د فکر ، کار او نوښت ساحې دي.

د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان "العربي الجدید" ورځپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې، د عربو هېوادونو او حکومتونو ته په خطاب کې، د رغنده خبرو اترو او د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې پر خپلو هڅو ټینګار کړی دی. په دې پیغام کې راغلي، دا چې د ملت په رایو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ چارې پر غاړې اخلم، د سفر په پیل کې غواړم چې په سیمه کې له خپلو وروڼو او خویندو او ګاونډیانو سره خبرې وکړم، څو له یو بل سره د رغنده خبرو اترو او د سیمې د هېوادونو او ملتونو ترمنځ د همکارۍ او پیوستون د پیاوړتیا په لاره کې ګام واخلو.

د ایران منتخب ولسمشر ټینګار وکړ چې مونږ په یوه جغرافیه کې ژوند کوو او د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره چې د اسلام او د ټولو آسماني دینونو هیله ده، باید یوبل ته لاس ورکړو او د ځواک د منطق پر ځای د منطق پر ځواک باندې په تکیې او د ملي ځواک په استفادې سره، د خپلو ملتونو او د اسلامي امت د ځواکونو د ملاتړ لپاره، د قوي سیمه ایز جوړښت د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړو.

په دغه پيغام کې ويل شوي چې د فلسطين د اشغال د اوږدمهاله زخم درملنه او د هغې حل زموږ د ټولو مسئوليت دی. د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملو پر وړاندې په غزه کې د فلسطین د ملت او د فلسطیني مقاومت بې سارې دریځ ته په درناوي سره، پر دې باور دی چې د فلسطین د ملت د آزادۍ حق په رسمیت وپېژندل شي، او په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره، له دې ملت سره په مرستې سره د صهیونیسټي رژیم اشغال او عامې وژنې ته د پاې ټکی کېږدي.

د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله ته په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې له مقاومت څخه به ملاتړ په کلکه دوام ولري. مسعود پزشکیان په دې پیغام کې زیاته کړې له مقاومت څخه ملاتړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام په اصولي سیاستونو او د امام خمیني(ره) په آرمانونو او د معظم رهبر په لارښوونو کې رېښه لري،  په قدرت سره به دوام وکړي.

د ایران د ولس منتخب ولسمشر همدارنګه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د مبارکۍ له پیغام څخه په مننې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ لوړو اصولو او اهدافو ته په پابندۍ او  د امام خمیني د آرمانونو او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لارښوونو په چوکاټ کې، د صهیونیسټي رژیم د نیواک او نژادي تبعیض پر وړاندې د فلسطین له ملت او د هغوي د مبارزې ملاتړ کول، خپله انساني او اسلامي دنده ګڼي. پزشکیان زیاته کړه چې د فلسطین  د مقاوم ملت او د غزې د مظلوم او ځواکمن ملت په تاریخي درېدنې او په جنګ کې د فلسطیني مقاومت د مبارزانو په هڅو سره، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې الهي نصرت او بریا به د فلسطین په برخه وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ایران د اسلامي شورا له مشر سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له محمد باقر قالیباف سره په کتنه چې د بریکس هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره  د روسیې سینټ پیټرزبورګ ته تللی وو همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د یو اړخیزتوب په اړه یې د نظر تبادله وکړه. د ایران د اسلامي شورا مشر هم په دغه کتنه کې وویل د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هغو سترو پلانونو د دوام پر ضرورت باندې چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې ده ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ به په راتلونکې کې هم د بریکس ډلې په تیره بیا د بریکس ډلې له لارې خپلو ملګرتیاو ته دوام ورکړو. په همدې حال کې په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي د جمعې په ورځ د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیزو همکاریو د موافقې مسودې د تصویب خبر ورکړ. په تهران کې د روسیې سفیر الیکسي دیدوف هم څرګنده کړه چې مسکو د دوه اړخیزو اړیکو په کیفیت کې بدلونونو ته هیله مند دی او د روسیې او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو ملګرتیاو موافقه به په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.

ژباړه: زماني