افغانانو ته د آسټرالیا له لوري د غرامت ورکولو پرېکړه کوچنۍ ده
د طالبانو سرپرست حکومت وايي، اسټراليايي ځواکونو په افغانستان کې ستر جنایتونه تر سره کړي دي او د تاوان ورکولو پرېکړه يې کوچنۍده.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د اسټراليا د حکومت هغه پرېکړه، چې د ياد حکومت د ځواکونو له خوا په افغانستان کې د وژل شوو ملکي وګړو کورنیو ته به مالي تاوان ورکوي، کوچنۍ پرېکړه بللې.
نوموړی زیاتوي؛ سرپرست حکومت له ټولو هغو هېوادونو چې، په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي، غواړي چې، د قربانیانو کورنیو ته دې غرامت ورکړي.
له بلې خوا د سياسي چارو دوه تنه کارپوهان محمد شفيق حقپال او ذاکر الله هاشمي وايي چې د آمريکا په مشرۍ د تېر شل کلن اشغال په موده کې د افغانستان خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د يادولو ده چې اسټرالیا د هغو بېګناه افغان قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي چې، په افغانستان کې ددوی د پوځي ځواکونو د ماموریت پر مهال وژل شوي دي.
د استراليا حکومت ویلي، دغه غرامت هغو افغانانو ته ورکول کيږي چې، بېګناه وژل شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
په تېرو شل کلونو کې څه باندې ۳۹ زره اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړې ده چې تر وتلو پورې یې ۴۰۰ سرتیري پاتې ول.