د اسرائیلو اصلي برخې او سیمې به په نښه کړو
د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند پر دې خبرې په ټینګار سره چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ځواب کې هېڅ سره کرښه نه لري وویل: دغه ځواکونه به د اسرائیلو اصلي سیمې او برخې په نښه کړي.
د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند«محمد عبدالسلام» وویل: د یمن پر الحدیده بندر باندې د اسرائیلو تیری ښکاره وو او د ښکاره جنګ دښمني یې پیل کړه.
د یمن د انصار الله غورځنګ ویندوی پر دې په ټینګار سره چې له یمني ولس سره جګړه به آسانه نه وي، وویل: له صهیونیسټي دښمن سره د جګړې هېڅ اصولو ته به پابندي ونه کړو او د کړکېچ له زیاتېدو هم کومه ویره نه لرو.
د یمن د انصارالله دغه لوړرتبه چارواکي څرګنده کړه: د یمن مقاومت صهیونیسټي رژیم ته د ځواب ورکولو په تړاو د هرډول عواقبو د زغملو لپاره چمتو دی او توان لري او د صهیونیسټی رژیم د تیریو پر وړاندې د ځواب ورکولو څرنګوالی، د جګړې ماهیت او شرایط ټاکي.
عبدالسلام د دې په بیان سره چې په مختلفو سطحو کې د صهیونیسټي رژیم ټول حساس تاسیسات به زموږ هدف وي ټینګار یې وکړ: د دغه غورځنګ بل اصلي هدف د فلسطین له مظلوم ملت څخه دفاع او د یمن ولس د فلسطین د ولس پر وړاندې مسئولانه دریځ غوره کول دي.
دغه یمني چارواکي د یمن په الحدیده بندر کې د اسرائیلي جنګي الوتکو د حملې په غبرګون کې وویل: انصار الله به د هېڅ اور په مقابل کې شاتګ ونه کړي، بلکې دغه اورونه به د یمن د ولس مقاومت لاپسې زیات کړي.