د حسیني اربعین افغان زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د ایران چمتووالی
(last modified Mon, 22 Jul 2024 10:03:00 GMT )
Jul 22, 2024 14:33 Asia/Kabul
  •  د حسیني اربعین افغان زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د ایران چمتووالی

د ایران د سرحدي ښار تایباد ولسوال د حسیني اربعین افغان زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د پلان او د چمتووالي خبر ورکړ.

 د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد د سرحدي ولسوالۍ ولسوال "مهدي شیردل" د برون مرزي اړوند د سحاب شبکې له دري راډیو سره په مرکه کې وویل: په دغه ولسوالۍ کې د هغه حسیني اربعین زیات کوونکو د هرکلي لپاره پلانونه پیل شوي دي چې له افغانستان څخه کربلا ته ځي.

شیردل زیاته کړه: د ایران او افغانستان د دوو هېوادونو تر منځ د یوه مهم بندر په توګه د دوغارون په پوله کې د حسیني اربعین کمېټې لومړۍ غونډه وکړه او هڅه کېږي چې د ابا عبدالله الحسین (ع) د زیارت کوونکو  هرکلی وشي.

د تایباد ولسوال وويل: تير کال په عراق کې په حسيني اربعین کې د ګډون لپاره ٢٥ زره کسان د دوغارون له پولې ايران ته داخل شوي وو او تمه ده چې سږ کال به دغه شمېره ٣٠ زرو ته لوړه شي.

شيردل زياته کړه: په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل صدیقې‌فر سره د ترسره شويو همغږیو له مخې، ټاکل شوې د زيارت کوونکو د تګ راتګ د اسانتيا لپاره د ويزو په برخه کې ځینې اقدامات ترسره شي.

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نېټه ( د ۲۰۲۴ کال د آګسټ ۲۵مه) د کربلا په دښته کې د نړۍ د اهل تشیع د درېیم امام حضرت امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت څلوېښتمه ورځ یا اربعین دی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونه زیارت کوونکي په دغه ورځ د حسیني اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره، کربلا ښار ته ځانونه رسوي.

ټیګونه