د ایران منتخب ولسمشر د خلکو په رایو سره غوره شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150708-د_ایران_منتخب_ولسمشر_د_خلکو_په_رایو_سره_غوره_شوی_دی
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د ایران منتخب ولسمشر د خلکو په رایو غوره شوی وباله.
(last modified 2024-07-26T23:39:55+00:00 )
Jul 27, 2024 04:07 Asia/Kabul
  • د ایران منتخب ولسمشر د خلکو په رایو سره غوره شوی دی

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د ایران منتخب ولسمشر د خلکو په رایو غوره شوی وباله.

د تهران د جمعې د لمانځه موقته خطیب  حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي همداشان ټینګار وکړ چې وزیران او د نوې کابینې غړي باید له زړه څخه په نظام باور ولري، نه دا چې نفاق ولري او وايي چې مني خو دریځنیونې یې د انقلاب او نظام د اصولو مخالف وي.

حجت الاسلام صدیقي له منتخب ولسوشر سره په رغنده تعامل کښې پارلیمان ته په سپارښتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د انقلاب ستر لارښود د کابینې د جوړولو او د وزیرانو د ټاکلو په مسئله کښې ځانګړې سپارښتنې درلودې او وړاندیز دا دی چې ولسمشر مخکښې له دې چې د کابینې کسان پارلیمان ته معرفي کړي، باید کسان ښه وجاجوي.

د تهران موقته امامِ جمعه همداشان د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لباره د درې واړو قواؤ د ملګرتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره وړاندیز وکړ چې د هیواد د موضوعاتو او مسایلو د پیژندلو او د هیواد او خلکو د ستونزو د هواري لپاره د غږملتیا په موخه د درې واړو قواؤ یوه ګډه کمیټه جوړه شي.