د فارسی ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره د ایران او تاجکستان پر ملګرتیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  ټینګار
(last modified Tue, 30 Jul 2024 09:13:01 GMT )
Jul 30, 2024 13:43 Asia/Kabul
  • د فارسی ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره د ایران او تاجکستان پر ملګرتیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  ټینګار

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فارسي ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره د ایران او تاجکستان د ملګرتیاو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي نن (سه شنبه) د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او ورسره مل پلاوي سره د کتنې ترڅنګ، د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي سیاست او لومړیتوب، د سیمې له هېوادونو په تېره بیا د یوې ژبې، ګډ کلتور، تاریخ او دین لرونکو هېوادونو سره، د اړیکو پراخول یاد کړ او ټینګار یې وکړ: د پخوا په څېر، د ایران اسلامي جمهوریت له تاجکستان سره په مختلفو برخو کې صادقانه همکارۍ ته چمتو دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته د تاجکستان د ولسمشر د سفر په قدرونې سره، د دواړو هېوادونو د چارواکو تګ راتګ، د ملګرتیاو و لپاره د زمینې برابرول یاد کړل او ویې ویل: فارسي ژبه د ایران، تاجکستان او افغانستان له مهمو مشترکاتو څخه ده او باید د دغې ژبې د ساتنې او پراختیا او د هغې د څنډې ته کولو د ځینو هڅو د مخنیوي لپاره، زیاتې همکارۍ ترسره شي.

حضرت آیت الله خامنه يي د فارسي ژبې د خپراوي لپاره د تاجکستان د ولسمشر له اقداماتو په مننې سره هیله څرګنده کړه: په تاجکستان کې لرغوني فارسي رسم الخط ته وده ورکړل شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د ایران او تاجکستان د اړیکو پراختیا مخالفان لري، چې باید له هغو سره د مقابلې لپاره یو پلان موجود وي.

"امام علي رحمان" هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په یو ځل بیا د کتنې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره، د ایران له ولسمشر "مسعود پزشکیان" سره یې خپلو خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه چې څو کاله مخکې تاسو وویل  دواړه هېوادونه خپلوان دي او تاجکستان  په علمي، روغتیايي او صنعت په برخو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له تجربو او پرمختګونو څخه د زیاتې استفادې او د اړیکو د پراختیا غوښتنه کوي.

ټیګونه