د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې
Aug 10, 2026 05:42 Asia/Kabul
د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د خپلې ولسمشرۍ د دریم کال له پیلیدو سره هممهاله د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی خامنه اي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
پارس ټوډی د معظم رهبر د دفتر د خبري سایټ له قوله لیکلي چې په دغه ملاقات کښې د خلکو د مسائلو او ستونزو په تیره بیا د هغوي د معیشتي اړتیاو د تامین، د دریم تپلي جنګ د موجودو حالاتو او د راتلونکي په هکله، د پوځي برخې د بدلونونو، د (ریالي، اسعاري او د انرجۍ) د مصرف د مدیریت او د سرچینو د تامین د څارونکو لاروچارو او همداشان له بهرنیو لورو سره د اقتصادي تعامل په هکله د نظر تبادله وشوه.
ټیګونه