صهیونیسټي رژیم د سیمې صلحه او امنیت په خطر کښې اچولی دی.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست وویل: صهیونیسټي رژیم سیمه ایزه او نړیواله صلحه او امنیت په جدي توګه له خطر سره مخامخ کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، «علی باقري کني» د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو په لړ کښې د خپلو ټیلیفوني صلاح مشورو په دوام کښې، د اردن د وزیراعظم له مرستیال او خارجه وزیر «ایمن الصفدي» سره، د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهیدولو په لړ کښې د صهیونیسټي رژيم د ترهګر اقدام د اړخونو په هکله مشورې او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي باقري دې ټکي ته په اشارې سره چې صهیونیسټي رژیم په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په هدف ګرځولو کښې په ترهګر تیري سره، د نړیوالو اصولو د خلاف ورزۍ په ترڅ کښې، مهمه سره کرښه ترپښو لاندې کړه او په هم دې وجه به د ایران اسلامي جمهوریت د دغه بدنام او جنایتکار رژیم په هکله بې له هیڅ ډول نرمۍ، عدالت اجرا کړي، وویل: صهیونیسټانو په تیرو ۱۰ میاشتو کښې غزه په خاورو او وینو لړلې او اوس یې د خپلو جنایتونو دایره له نیواکي ټاټوبي بهر ته پراخه کړې ده.
د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د صهیونیسټي رژیم له ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي ملګرتیا سازمان د سمدستي غونډې د ترسره کیدو په هکله د ایران د نوښت ملاتړ وکړ او همداشان یې په تهران کښې د شهید اسماعیل هنیه په وژلو او د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف ورزۍ کښې یې د صهیونیسټي رژيم جنایت وغنده.