ملګروملتونو لویدیځې غاړې کښې د جنګ په بندیدا ټینګار وکړ
مهر خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو ته اړوند د فلسطین د کډوالو د کار او د مرستې د رسونې اژانس «انروا» د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه.
انروا ټینګار وکړ د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې انساني حالات ورځ تر بلې خرابیږي او د »نورشمس» او د «طولکرم» د کډوالود کیمپ وسیدونکي اوبه او بریښنا نلري.
دغه اژانس ډاګینه کړه د اردن سیند د لویدیځې غاړې د وسیدونکو پرضد د صهیونیسټ نیواکګرانو عملیات هماغه راز دوام لري او د فلسطیني ښاریزو ژوند ته ګواښ کوي.
له دې مخکې هم د فلسطین د کډوالو مرکز ویلي وو چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو لخوا د جنګ له پیل راهسې د صهیونیسټ رژیم لخوا د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې تراوسه نهه زر ه اته سوه اویا فلسطینیان نیول شوي دي.
په غزې تړانګه کښې د فلسطین روغتیا وزارت وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د اسرائیلو په بریدونو کښې تراوسه کابو څلویښت زره کسان شهیدان او څه د پاسه یونوي زره کسان ژوبل شوي دي.