اسرائیلو نن هم پینځه نور فلسطینیان شهیدان کړل
Aug 03, 2024 10:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو جنګي الوتکو نن په نیواکي لویدیځه غاړه کښې په یوه ګاډي باندې برید کښې د حماس غورځنګ یو قومندان شهید کړ او دغه راز څلور نور فلسطینیان یې هم شهیدان کړل.
د اسرائیلو پوځ وویل چې دوې نن د لویدیځې غاړې په طولکرم سیمه کښې د وسله والو کسانو پرضد هوايي برید کړی دی.
بل خبر دا چې د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله ته نږدې یوې سرچینې وویل چې اسرائیلو د ټرکونو په یوه کارون چې له سوریې څخه لبنان ته روان وو هوايي بریدونه کړي دي.
یوې سرچینې وویل چې اسرائیلو د سوریې او د لبنان په سرحد کښې په دریو ټرکونو بریدونه وکړل او د سوریې یو موټروان یې ژوبل کړ.
ټیګونه