فلسطین به هیڅکله اسرائیل په رسمیت ونه پيژني
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150940-فلسطین_به_هیڅکله_اسرائیل_په_رسمیت_ونه_پيژني
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي خالد مشعل وویل فلسطین له اردن سیند څخه تر مدیترانې سمندر پورې د دغه ټاټوبي له ملت سره اړه لري او دوې به هیڅکله جعلي صهیونیسټ رژیم په رسمیت ونه پيژندي.
(last modified 2024-08-03T07:05:49+00:00 )
Aug 03, 2024 11:32 Asia/Kabul
  • فلسطین به هیڅکله اسرائیل په رسمیت ونه پيژني

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي خالد مشعل وویل فلسطین له اردن سیند څخه تر مدیترانې سمندر پورې د دغه ټاټوبي له ملت سره اړه لري او دوې به هیڅکله جعلي صهیونیسټ رژیم په رسمیت ونه پيژندي.

د فلسطین د حماس غورځنګ نامتو غړي خالد مشعل دې ته په اشارې سره چې د مشرانو او د قومندانانو شهیدول دغه غورځنګ  لا پسې قوي کوي ټینګار وکړ مونږ له خپلو ارزښتونو په شا نه کیږو او د جهاد ، د مقاومت او د حقوقو د بیرته ترلاسه کولو لارې ته به  دوام ورکړو.

خالد مشعل په دې خبرې سره چې هرکله یو قومندان شهیدیږي نو د مقاومت بل مشر قومندنۍ پرغاړه اخلي ډاګینه کړه د اسماعیل هنیه شهادت ستر نقصان دی خو دښمن نه پوهیږي چې د شهیدانو وینه د ازادۍ او د بریالیتوب لاره لا پسې لنډوي.

د فلسطین د حماس غورځنګ مشر خالد مشعل په دې خبرې باندې ټینګار سره چې قدس زمونږ قبله او هدف دی او د فلسطین په خاوره کښې د صهیونیسټانو لپاره ځای نشته د اسلامي امت مشرانو ته وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلامي امت خپل عظمت ته بیرته ورستون شي.