د بنګلدېش لومړۍ وزیرې له دندې استعفا ورکړه
(last modified Mon, 05 Aug 2024 11:56:54 GMT )
Aug 05, 2024 16:26 Asia/Kabul
  • د بنګلدېش لومړۍ وزیرې له دندې استعفا ورکړه

را پورونه وایي، چې د بنګلدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له خپلې دندې استعفا ورکړه او دغه هېواد یې پرېښودلی دی.

په بنګله دېش کې د لاریونونو په دوام تېره ورځ یکشنبه د شخړو له امله ۵۵ تنو ژوند بایللی چې په کې پولیس هم شامل دي.

د بنګله دېش د رسنیو د راپورونو له مخې، کابو ۱۴ تنه پولیس د قربانیانو په منځ کې په وینو لړلي لیدل شوي.

اوس د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې د لاریونوالو د مړو شمېره د جولای له میاشتې پيل شوی او اوس تر ۲۶۰ تنو رسېږي.

په دې شخړو کې اکثریت قربانیان د معترضینو او د شیخ حسینه تر رهبرۍ لاندې د حاکمې ډلې پلویان دي چې د لرګیو او چړو په وسیله وژل شوي دي.

د پولیسو له لوري پر لاریونوالو ډزې هم د مړیو او زخمیانو شمېر زیات کړی دی. د حکومت له لوري د دولتي دندو د اشغال سهمیه چې کله حکومت خپره کړه تر نیوکو لاندې راغله او لاریونونه پیل شو.