اسرائیل د ایران د برید په هکله اطلاع نلري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151018-اسرائیل_د_ایران_د_برید_په_هکله_اطلاع_نلري
ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم سرچینو نن سهار وویل چې د اسرائیلو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د غچ اخیستونکي حملې د وخت په هکله هیڅ اطلاع نلرو.
(last modified 2024-08-05T23:18:02+00:00 )
Aug 06, 2024 01:15 Asia/Kabul
  • اسرائیل د ایران د برید په هکله اطلاع نلري

ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم سرچینو نن سهار وویل چې د اسرائیلو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د غچ اخیستونکي حملې د وخت په هکله هیڅ اطلاع نلرو.

د اسرائیلو «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې ولیکل اسرائیل د ایران د غبرګون د ښودلو د وخت په هکله ډاډ نلري او د سمدستي حملې لپاره چې ممکنه ده هره شیبه وشي چمتووالی نیول شوی.

دغه ورځپاڼې د اسرائیلو د یوه چارواکي او د ایران د حملې د وخت په هکله د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل مونږ د ایران د حملې د وخت په هکله دقیق اطلاعات نلرو.

له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې ادعا وکړه د اسرائیلو چارواکي باوري دي چې د ایران حمله به په پوځي مرکزونو باندې متمرکزه وي او دغه حمله به د جنګ سبب نشي.

له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاند وویل واشنګټن تر دې شیبې پورې په ایران کښې داسې خاص خوځښتونه نه دي لیدلي چې په راتلونکو څو ساعتونو کښې په اسرائیلو باندې د احتمالي حملې بیانونکي وي.