د شرارتي صهیونیسټي رژیم په وړاندې باید اودریږو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151036-د_شرارتي_صهیونیسټي_رژیم_په_وړاندې_باید_اودریږو
د ایران د خارجه وزارت سرپرست وویل: د صهیونیسټي رژيم د شرارتي موجود په وړاندې چې په سیمه کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کیدو عامل دی، باید اودریږو.
(last modified 2024-08-06T03:09:15+00:00 )
Aug 06, 2024 07:37 Asia/Kabul
  • د شرارتي صهیونیسټي رژیم په وړاندې باید اودریږو

د ایران د خارجه وزارت سرپرست وویل: د صهیونیسټي رژيم د شرارتي موجود په وړاندې چې په سیمه کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کیدو عامل دی، باید اودریږو.

د ایرنا د خبر له مخې، علي باقري کني بیګا د هنګري د بهرنیو چارو او د تجارت له وزیر پیټر سیارتو سره په ټیلیفوني خبرو کښې چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې پړاویزه مشري هم په غاړه لري، د سیمې د ثبا او امنیت د ساتنې د اهمیت، د نړیوالو حقوقو او اصولو د خلاف ورزۍ په لړ کښې د صهیونیسټي رژيم د اقدماتو په غندنې او د خپل ملي امنیتي ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ د دفاع لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د روا حق په هکله خبرې اترې وکړې.

باقري کني زیاته کړه: که په غزې تړانګې د صهیونیسټانو د بریدونو کارنامې ته وګورو نو وینو چې د اسرائیلو زیاتره غیرپوځي ځایونه، روغتونونه، کورونه او بې دفاع خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان په نښه کوي.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور ته په اشارې سره څرګنده کړه: کوم اقدام چې صهیونیسټانو په دې وروستیو کښې وکړ، د ایران د ملي امنیت او واکمنۍ او د سیمه ایز ثبات خلاف ورزي ده او په هم دې وجه د هغوي اقدام د نړیوالې صلحې او امنیت خلاف هم یو ګواښ ګڼل کیږي او د نړیوالو حقوقو له مخې باید متقابل اقدام وشي ترڅو مقابل لوری په سیمه کښې د خپلو تیري ګرو اقداماتو امکان پيدا نه کړي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر هم د د خبرواترو دوام ته د ګروهنې او چمتووالي په څرګندولو سره، په لویدیځې آسیا کښې د شخړې د زیاتوالي د سختیدو په نسبت د هنګري په اندیښنې باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: نړیواله ټولنه دې د شخړې او کړکیچ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.