لویدیځ د غزې په جنګ کې خپل شرافت او حیثیّت بایللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151072-لویدیځ_د_غزې_په_جنګ_کې_خپل_شرافت_او_حیثیّت_بایللی_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  ووئیل، لویدیځ  دغزې په جنګ کې  خپل شرافت او حیثیّت له لاسه ورکړی او تمدنی ګډوډیو او اخلاقي دړې وړې کیدا سره  مخ شوی دی.
(last modified 2024-08-06T21:15:45+00:00 )
Aug 07, 2024 01:43 Asia/Kabul
  • لویدیځ د غزې په جنګ کې خپل شرافت او حیثیّت بایللی دی

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  ووئیل، لویدیځ  دغزې په جنګ کې  خپل شرافت او حیثیّت له لاسه ورکړی او تمدنی ګډوډیو او اخلاقي دړې وړې کیدا سره  مخ شوی دی.

ناصر کنعانی  په ایکس پاڼې کې  پخپل پیغام کې لیکلي دي،  دامریکا او اروپا په ډیکشنرۍ کې  خلک او هغه ډلې چې  د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو په مقابل کې د خپل ټاټوبی دفاع کوي،  او د  له بشپړ سنبال پوځ  او د ماشومانو او ښځو له قاتل  تیریګر پوځ سره  دخپل انساني شرافت  او د کور او کورنۍ ددفاع لپاره  جنګیږي، ترهه ګر دي.

د ایران دخارجه وزارت ویندوي  زیاته کړې ده ،  هر هغه لوری هم چې  د فلسطین دنیواکي ټاټوبی   دمظلوم ملت  ملاتړ کوي، د ترهه ګرۍ  ملاتړی دی ، خو نیواکګر  او په تیرو لسو میاشتو کې د څه دپاسه څلویښت زره  کسانو قاتل چې په هغو کې  کابو  پنځلس زره  ماشومان دي، نه یوازې ترهه ګر نه دی ،بلکې  د  هرډول سیاسی، امنیتی ،پوځي او وسلوالو  ملاتړونو قابل هم دی.

د اسرائيلو جعلی رژيم  له سیمه ایز او نړیوالو مخالفتونو سره سره  له تیرو لسو  میاشتو راهسې تراوسه پورې د غزې تړانګې پر سیمې بې آمانه حملې کوي او په دغو شرائطو کې امریکال او ځیني لویدیځي هیوادونه  ددغه جنایتکار او وحشي رژیم د وسلو ترټولو لوي تامینونکي دي. د وحشي صهیونیسټي رژيم   له غیر انساني او وحشي ډوله اقداماتو څخه دامریکا او لویدیځ  وسلوال ملاتړونه  په داسې حال کې دي چې  په غزې تړانګې  ددغه وحشي رژيم د حملو د قربانیانو شمیر کابو څلویښتو زرو کسانو ته رسیدلی چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي  او  نړیوال اورګانونه  هماغه شان  د غزې مظلومو  خلکو  سره د خوراکي او درملیزو مرستو د رسونې  په باب هیڅ ډول جدي اقدام نه کوي.