د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر ټاکنه او غبرګونه
(last modified Wed, 07 Aug 2024 11:49:46 GMT )
Aug 07, 2024 16:19 Asia/Kabul
  • د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر ټاکنه او غبرګونه

د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی السنوار ټاکنه د مقاومت د ځواکونو له ګڼو غبرګونونو سره مخام شوې ده.

د مقاومت د ځواکونو یو شمېر مشرانو ویلي؛ دا ټاکنه د حماس ځواک او وړتیا ښيي.

یحیی سنوار یو له هغو شخصیتونو څخه دی چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې په غزه کې په مستقیم ډول له صهیونیسټی پوځیانو سره جګړه کوي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی سنوار له انتخاب وروسته چې تېر ماښام اعلان شو؛ دغه اعلان له پراخه غبرګونو سره مخامخ شوی دی.

د مقاومت ځواکونه دغه پرېکړه د اسماعیل هنیه د لارې د تعقیب، پياوړي کولو او دوام په موخه اعلان کړې.

د حماس غورځنګ د یحیی سنوار د ټاکنې په مناسبت یوه بیانیه خپره کړې او ویلی یې، په دې نازک پړاو او پیچلو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو کې د خدای تعالی له درباره ورته د فلسطیني ملت لپاره د بریالیتوب او د هغه د قدمونو د ټینګښت او پرېکنده بریا غوښتنه کوو.

د دې بیان په یوه برخه کې ویل شوي؛ په دې تاریخي شیبه کې د شهید اسماعیل هنیه "رحمه الله" چې په خپله جهادي لاره کې د یو زړور، هوښیار او انعطاف منونکي رهبر روښانه بیلګه وه، له هغه څخه د یادونې په ترڅ کې موږ ډاډه یو چې ورور یحیی سنوار او د حماس په غورځنګ کې به نور وروڼه د دغه تحریک  د پخوانیو مشرانو د لار تعقیب به جاري وساتي.

په همدې اړه د حماس یو جګپوړي غړي اسامه حمدان ویلي: د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه د سریع السنوار ګړندۍ ټاکنه په یوالي سره د حماس د ځواکمنتیا څرګندونه کوي.

حمدان زیاته کړه، چې د دوی د تګلارې له مخې هغه کس د دغه مقاومتي ډلې د مشر په توګه ټاکل کیږي چې حد اقل تر درې سوو ورځو پورې یې په غزه کې سپیڅلی جهاد کړی وي.

د حماس د جهاد طه ویاند هم ویلي: د السنوار ټاکنه یوه ړوند پریکړه نه وه، بلکې د تنظیمي چوکاټونو په بنیاد له یو لړ داخلي مشورو وروسته شوې ده.

طهٰ زیاته کړه: د یحیی السنوار ټاکنه په حقیقت کې د شهید هنیه د وژنې په وړاندې یو سیاسي غبرګون او دښمن ته دا پیغام دی چې، دغه غورځنګ د مقاومت نوی پړاو ته داخل شوی دی.

هغه په ​​دوام کې وویل: دغه غورځنګ د حماس د بنسټګر په توګه د شیخ احمد یاسین له شهادته، همدا راز د عبدالعزیز الرنتیسي او شیخ صلاح شحاده او د ټولو بنسټګرو مشرانو له شهادت وروسته د مقاومت یوې نوي پړاو پیل کړی.

نوموړي زیاته کړې: دا چاره د غورځنګ ودې او پراختیا ته دوام ورکوي، او دوی د سترو ننګونو سره،  سره د دې غورځنګ د لوري په ټاکلو کې مرسته کړې.

د لبنان حزب الله د آلسنوار د ټاکلو په غبرګون کې اعلان وکړ، د غزې له محاصرې څخه دغه ټاکنه د دې ښودنه کوي، چې د مقاومت د مشرانو په وژلو او شهادت سره د صهیونیسټ دښمن هدفونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د حماس دغه ټاکنه صهیونیسټي دښمن امریکا او د هغه نورو متحدینو ته یو قوي او پرېکنده پیغام دی، چې حماس په خپلو پرېکړو کې په بشپړه توګه منسجم او متحد دی، دغه راز پخپلو ټولو اصولو ټینګ او پر خپلو اصلي انتخابونو کلک ولاړ دی.