ایران غزې کښې په اوربند او د تیریو په مخنیوي ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151130-ایران_غزې_کښې_په_اوربند_او_د_تیریو_په_مخنیوي_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یووخت په دوو لومړیتونو یعني په غزې تړانګه کښې د اوربند په ټینګیدا او له غزې څخه د نیواکګرانو په وتلو او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د تیریګرانو په سزا کولو ټینګار لري.
(last modified 2024-08-08T02:44:06+00:00 )
Aug 08, 2024 07:05 Asia/Kabul
  • ایران غزې کښې په اوربند او د تیریو په مخنیوي ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یووخت په دوو لومړیتونو یعني په غزې تړانګه کښې د اوربند په ټینګیدا او له غزې څخه د نیواکګرانو په وتلو او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د تیریګرانو په سزا کولو ټینګار لري.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې حماس غورځنګ ویلي دي په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا په بڼه کښې به ایران د صهیونیسټ رژيم پرضد له حملې پښیمانه شي وویل په غزې تړانګه کښې د پایداره اوربند ټينګیدل او له دغه سیمې د نیواکګرانو وتل له یوې خوا او د شهید اسماعیل هنیه د ټرور په خاطر د تیریګرو سزا کول او د ترهګرو تیریو د تکراریدا مخنیوی له بلې خوا په یووخت د ایران دوه لومړیتوبونه ګڼل کیږي.

دغه راز په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت به د پریکنده او د سمدستي ځواب ورکولو لپاره د ملګروملتونو د منشور د یوپنځوسمې مادې پراساس  په خپلې جایزې دفاع کښې له خپل ذاتي حق څخه په استفادې کولو کښې هیڅ شک ونکړي.