د هنیه شهیدول د ایران د ملي واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ ده
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه ټرور د ایران د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تیری وباله.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست علي باقري کني پرون د سعودي عربستان په جده ښار کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې وویل ناوړه ترهګر اقدام د سیمې او د نړیوال امنیت او د سولې پرضد جدي ګواښ دی او د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو د بنیادي اصولو جدي خلاف ورزۍ ده.
علي باقري کني زیاته کړه د ملګروملتونو امنیت شورا چې د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو اولنی مسوولیت پرغاړه لري باید د دغه بوږنونکي جنایت او د جدي خلاف ورزۍ په وړاندې په خپل مسوولیت عمل وکړي او د اسرائیلو رژیم په ایران کښې د شهید اسماعیل هنیه د ټرور د جنایت د ترسره کولو په خاطر ګرم وپيژندي او د دغو جنایتونو د عاملانو د محاکمه کولو او د سزا کولو زمینه برابره کړي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني ډاګینه کړه د اسماعیل هنیه شهیدول په سیمه او له سیمې ورهاخوا د اسرائیلو د رژیم د ترهګرو جنایتونو یوه بیلګه ده.
د اسلامي ملګرتیا موسسې پرون په جدې کښې د خپلې غونډې په پاې کښې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور وغاند او دغه ټرور یې د ایران په امنیت ،واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا حمله وبلله.