د جدې غونډه د ایران د جایزې دفاع حقه ملاتړ :-
د عربستان په جده کښې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کمیټۍ له غونډې وروسته ایران په تهران کښې د اسماعیل هنیه د ټرور په مقابل کښې د خپلې جایزې دفاع د حق د پرځایښت لپاره له ډیر قوي ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
د اسلامي ملګرتیا موسسې په تیرې چهارشنبې ورځ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه د ټرور په هکله د دغه موسسې د اجرايي کمیټۍ د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې په پاییزې بیانیې کښې د صهیونیسټ رژیم دغه اقدام په ککله وغاند او ټینګار وکړ دغه ټرور د ایران په واکمنۍ باندې تیری دی.
د جده په غونډې کښې ګډون کونکو ټینګار وکړ:مونږ اسرائیل په کامل ډول د دغه شرورانه تیریګرې مسوول ګڼو.
په جدې غونډې کښې ګډون کونکو په دریو اصلي چورلیزونو غور وکړ چې لومړی چورلیز یې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژيم تیري ، دوهم چورلیز د ایران د واکمنۍ خلاف ورزۍ او دریم چورلیز د صهیونیسټ رژيم لخوا په نړیواله سویه د مهمو سیاسي شخصیتونو بیا بیا ټرورر کول وو.
د جدې غونډه په داسې حال کښې وشوه چې د فلسطین په تیره بیا د غزې تړانګې د وسیدونکو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم جنایتونه دوام لري او تراوسه د فلسطین د څه د پاسه څلویښت زره کسانو د شهادت او د یونوي زره نورو د ژوبلیدا سبب شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي او په دې سربیره اسرائیلو د درې څلویښت زره کورونو ، او دغه راز د بیخ بنایانو، روغتیايي او د زده کړې د ځایونو ، جوماتونو ، عبادت ځایونو او تاریخي ځایونو په شمول په غیر پوځي سیمو سختې بمبارې کړي دي او د فلسطین کابو شل لکه خلک له خپلو کورونو او سیمو کډوال شوي دي.
د جدې بیړنۍ غونډه د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دوام ، د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په شهیدولو کښې د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د تیریو په اړخونو او د اسرائیلو رژیم لخوا د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت او واکمنۍ او د حریم په خلاف ورزۍ باندې د غور کولو په اجنډا سره د اسلامي ملګرتیا موسسې له سیکرټر او د دغه موسسې د غړیو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د ایران د خارجه وزارت د سرپرست علي باقري کني د ډیرو سلامشورو او د تماسونو له لارې د ایران د فعالې ډيپلوماسۍ او کوټلیو هڅو وروسته ترسره شوه.
د اسلامي ملګرتیا موسسې سیکرټر «حسین ابراهیم طه» په جده کښې د دغه موسسې د بهرنیو چارو د وزیرانو د اجرايي کمیټۍ په ځانګړي غونډه کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ خلاف ورزۍ وغندله.
هغه د اسماعیل هنیه ټرور ته په اشارې سره وویل دغه بې شرمانه شرمونکی جنایت په کلکه غندو: داسې اقدام چې په غزې تړانګه ، لویدیځه غاړه او قدس کښې د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلي نیواکګرانو لخوا د هره ورځې د نسل کشۍ او د جنګي جنایتونو په دوام کښې ترسره کیږي».
د اسلامي ملګرتیا موسسې مشر حسین ابراهیم طه په دوام کښې د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل په خپل مسوولیت عمل وکړي او د نړیوال قانون احترام کولو، د تیري بندولو او دغه راز په غزې تړانګه کښې د اوربند ټینګولو ته د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د مجبورولو لپاره ضروري تدبیرونه غوره کړي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په دې خبرې سره چې د هنیه د ټرور دغه ناوړه اقدام د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره او ملي امنیت باندې ښکاره تیری، د نړۍ او د سیمې د امنیت او د سولې پرضد جدي ګواښ او د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو د بنیادي اصولو جدي خلاف ورزۍ ده وویل په همدې دلیل د ملګروملتونو امنیت شورا چې د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو لومړی مسوولیت پرغاړه لري باید د دا ډول بوږنونکي جنایت او د جدي خلاف ورزۍ په وړاندې په خپل مسوولیت عمل وکړي او د اسرائیلو رژیم د خپلو خلاف ورزیو او د جنایتونو د ترسره کولو په خاطر ګرم وپيژندي او د دغو جنایتونو د عاملانو او حکم ورکونکو د محاکمه کولو او د سزا کولو زمینه دې برابره کړي.
علي باقري کني ټينګار وکړ: حاضردمه هم د اسرائیلو رژیم د تیریو او د خلاف ورزیو په وړاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د هر ډول متناسب اقدام د نه ترسره کیدا په وجه د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو رژیم په مقابل کښې په خپلې جایزې دفاع کښې له خپل ذاتي حق څخه له استفادې کولو پرته بل انتخاب نلري.
دا ډول برید د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره ، وګړو او واکمنۍ باندې د اسرائیلو رژیم د زیاتیدونکو تیریو د مخنیوي لپاره ضروري دی او ایران به دغه حمله په ضروري وخت او په متناسب ډول ترسره کړي.
که څه هم هیله کیدله د جدې غونډه هغه رول او مسوولیت ته په پام سره چې اسلامي ملګرتیا موسسه یې د فلسطین د موجودیت ، د الاقصی جومات او د فلسطین د خلکو د حقوقو په هکله لري او په اصل کښې د دغه موسسې وجودي فلسفه جوړوي د دفاعي تدبیرونو له کارولو سره یوځاې پریکنده دریځونه غوره کړي خو د دغه غونډې ترسره کیدل هم یو مخ په وړاندې ګام و چې د ایران د جایزې دفاع د حق د تحقق لپاره یې پیاوړی ملاتړ برابر کړ.
ځکه چې د اسماعیل هینه د ټرور په وخت په یووخت دوه(۲) تیري رامینځته شول له یوې خوا د حماس سیاسي مشر ټرور شو او له بلې خوا د ایران په ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ باندې تیری وشو نو ځکه خو د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې جایزې دفاع د حق په شمول له نړیوالو حقوقو او قوانینو سره او اصولو سره متناسب په مناسب وخت او ځاې کښې د حملې کولو حق محفوظ ګڼي او د دغه حق اعمالول په اسرائیلو باندې د واکمنې جنګ غواړي خوا د ترهګر او د تیریګر اقدام په غچ اخیستلو سربیره له سیمه ئیز او نړیوال امنیت او سولې سره مرسته کول او هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا د بیان شویو مسوولیتونو په لړ کښې دی خو د امنیت شورا ګرمتوب د تیریګر رژیم د تنبیه کولو لپاره له فردي اقدام ترسره کولو پرته د ایران اسلامي جمهوریت ته بل هیڅ لاره نه پریږدي.