د صیهونیسټ رژیم د تیلي بایکاټ لپاره د پاکستان غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151186-د_صیهونیسټ_رژیم_د_تیلي_بایکاټ_لپاره_د_پاکستان_غوښتنه
محمد اسحاق ډار په وینا، په تهران کښې د حماس غورځنګ مشرترور په داسې حال کښې چې ټول د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د لوړې په مراسموکې حاضر وو، د سیمې د سولې او ثبات په خلاف یو شرموونکی او وحشیانه عمل وو او هر څومره چی دا وحشیانه برید وغندوبیا هم کم دی
(last modified 2024-08-09T07:40:49+00:00 )
Aug 09, 2024 12:07 Asia/Kabul
  • د صیهونیسټ رژیم د تیلي بایکاټ لپاره د پاکستان غوښتنه

محمد اسحاق ډار په وینا، په تهران کښې د حماس غورځنګ مشرترور په داسې حال کښې چې ټول د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د لوړې په مراسموکې حاضر وو، د سیمې د سولې او ثبات په خلاف یو شرموونکی او وحشیانه عمل وو او هر څومره چی دا وحشیانه برید وغندوبیا هم کم دی

 

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او خارجه وزیر په تهران کښې د شهید اسماعیل هنیه د وژلې په غندلو او په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د بلا غوښتنو  په زیاتیدا د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له دریځونو خپل ملاتړ اعلان کړاو د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو له خوا  یی د دغه رژیم د تیلو او تجارتي بایکاټ غوښتنه وکړه .

د پاکستان د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، محمد اسحاق ډار په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان په بیړنۍ غونډه کې چې د حماس د غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه له ترور کېدو وروسته جوړه شوه  ، له ایران او فلسطین سره یې د پاکستان د قوي پیوستون اعلان وکړ.پاکستان تل   د فلسطین د خلکو په څنګ کې دی  او له غاصب صیهونیسټ رژیم یی د خپل ټاټوبي د ترلاسه کولو په لاره کی د هغو له ایډیال ملاتړ کړی دی .  له همدې امله له فلسطین د پاکستان د لوړ پوړی چارواکی د ملاتړ اعلان او هغه په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ یو حقیقي دریځ دی.

د سیاسی مسایلو کارپوه مهدی جمالی په دې باره کښې وویل: د صهیونیسټی  توکمپال رژیم په وړاندې د اسلامی هیوادونو دواقعي پیوستون په صورت کښې له شک پرته د دغه رژیم او د هغه د ملاتړو په مقابل کښې به اسلامي نړۍ کامیابه شي  او که نور اسلامی هیوادونه هم  د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په باره کښې د پاکستان په شان دريځ غوره کړي نو، دغه رژيم به د غزې د مظلومو خلکو د وژلو جرات ونه کړي. په دې وجه د پاکستان له نظره د اسراییلو د  غاصب رژیم د بشریت ضد جنایتونو په دلیل  د غچ لپاره د  ايران او فلسطين حق خوندی دی او په عین حال کې باید د صهیونیسټ رژیم د جنایتکار صدراعظم بنیامین نتانیاهو له جنګی پلانونو هم محتاط واوسو، ځکه چې د اسرائیلوافراطي سرغنې  د خپل سیاسي ژوند لپاره  په دې لټه کې دي چی  په سیمه کې جګړه پراخه کړي. خو هغه څه چې د قدس نیواکګر رژیم ته قوت او قدرت ورکوي د امریکا هر اړخیزه  ملاتړ ونه دي  چې د دې سبب شوی چې نتانیاهو  په غزې کې د ملکیانو وژلو ته لاره هواره کړي.

محمد اسحاق  ډار په وینا، په تهران کښې د حماس غورځنګ مشرترور  په داسې حال کښې چې ټول  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د لوړې  په مراسموکې  حاضر وو، د سیمې د سولې او ثبات په خلاف یو شرموونکی او وحشیانه عمل وو او هر څومره چی  دا وحشیانه برید وغندوبیا هم کم دی . له همدې امله د صهیونیسټانو د حساب ورکولو وخت رارسیدلی دی او اسلامي نړۍ باید له  بیانیو او غندنو هاخوا ګام پورته کړي، نو که چیرې اسراییل په غزه کې د سمدستي اوربند موافقه ونه کړي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي باید د تل ابیب  د تیلي او تجارتي  بایکاټ اقدام وکړي .

د افسوس وړ خبره دا ده چې ځينې اسلامي هېوادونه په لفظي توګه د صهيونېسټ رژيم جنايتونه غندي، خو په عمل کښې يې خپلو مستقيمو او غير مستقيمو تجارتياړیکو ته دوام ورکړی دی ، دا  په داسې حال کښې چې اسلامي هېوادونه په صهيونېسټ رژيم  په غزې کې د جنګ د سملاسی بندولو لپاره د فشار راوړلو لپاره ښه اړمونه اواوزارونه  لري چی  د تیلو او د هغه سره اړونده شیانو ته اشاره کولای شو .  .

په دې کښې شک نشته چې په غزه کښې د غاصب صهيونېسټ رژيم د جنايتونو دوام د نسل وژنې په شان دے  . دغه رژيم په عين حال کښې  له قحطۍ او لوږې د فلسطينيانو په خلاف د وسلې په توګه استفاده کوي. نو د مسلمانانو لپاره دا د منلو وړ نه ده چې اسلامي هیوادونه دې یوازې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د دوام د غندلو پریکړه لیک صادر کړي او د صهیونیسټي رژیم په خلاف دې له خپلو امکاناتو او وسیلو کار وانخلي.