اسرائیلو په لبنان کښې د حماس یوبل مهم مشر ټرور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151202-اسرائیلو_په_لبنان_کښې_د_حماس_یوبل_مهم_مشر_ټرور_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پوځ وايي د حماس یو جګپوړی امنیتي چارواکی یې لبنان کې په هوايي برید کې شهید کړی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 10, 2024 02:26 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په لبنان کښې د حماس یوبل مهم مشر ټرور کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پوځ وايي د حماس یو جګپوړی امنیتي چارواکی یې لبنان کې په هوايي برید کې شهید کړی

د اسرائیل پوځ تایید کړې چې د لبنان صیدا ښار ته نږدې یې یو موټر په هوايي برید کې په نښه کړی او د فلسطین د حماس غورځنګ یو امنیتي چارواکيییې  په کې شهید  دی.

اسرائیلي ځواکونو وژل شوی کس 'سامر الحاج' بللی چې د دوی په وینا له لبنان څخه پر اسرائیل د بریدونو مسوول و.

دی د لبنان په صیدا ښار کې د فلسطیني کډوالو له ټولو په ستر پنډغالي 'عین الحلوه' کې د حماس د ډېرو مهمو څېرو له ډلې بلل شوی.

دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان په صیدا ښار کې د خپلې بڼې لومړنی برید دی.

عین الحلوه کمپ هم د فلسطینيانو د نورو ټولو پنډغلو په څېر د ۱۹۴۸ کال جګړې له کبله د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی دی.

د اسرائیل پوځ تېرې لس میاشتې په غزې کې د جګړې ترڅنګ په نورو سیمو کې هم د حماس او حزب‌الله پر اهدافو بریدونه جاري ساتلي دي.

د لبنان حزب‌الله غورځنګ بیا د اسرائیل پر شمالي سیمو د توپونو، توغندیو او ډرونونو بریدونه کوي.

دا نښتې که څه هم تر اوسه تر ډېره په سرحدي سیمو پورې محدودې پاتې شوې، خو په دې وروستیو کې د حماس او حزب‌الله د مهمو مشرانو له وژل کېدو سره یې په بشپړه جګړه د اوښتلو خطر ډېر شوی دی.‌

تېره اوونۍ همدې سیمې ته نږدې په یوه بل ورته برید کې د حزب‌الله جګپوړی پوځ قوماندان 'فواد شکر' په نښه شو.

د هغه تر شهید کېدو یوازې څو ساعته وروسته په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په یوه برید کې شهید  شو.

ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لومړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.

تهران او د حماس او حزب‌الله په څېر سیمه ییز متحدان یې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو پړه پر اسرائیل اچوي او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي.