اوکراین د اروپا په تر ټولو سترې اټومي بټۍ برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151264-اوکراین_د_اروپا_په_تر_ټولو_سترې_اټومي_بټۍ_برید_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د اوکراین د پوځیانو له حملې وروسته د دغه بټۍ په سړونکي برج کښې اورلګیدلی.
(last modified 2024-08-12T02:36:09+00:00 )
Aug 12, 2024 07:00 Asia/Kabul
  • اوکراین د اروپا په تر ټولو سترې اټومي بټۍ برید کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د اوکراین د پوځیانو له حملې وروسته د دغه بټۍ په سړونکي برج کښې اورلګیدلی.

د زاپروژیا سیمې والي «یوګي بالیتسکي» وویل د اوکراین د عسکرو لخوا په «انردوګار» ښار باندې بمبارۍ د ژاپروژیا اټومي بټۍ په سړونکي برج کښې د اور د لګیدا سبب شوي دي.

په عین حال کښې د ژاپروژیا اټومي بټۍ مسوول وویل دغه اور چې د اوکراین د بې پایلوټه الوتکې د حملې له کبله رامینځته شوی دی مړ کړی شوی او د دغه اټومي بټۍ په فعالیت هیڅ اغیز نه دی شوی.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وویل چې د دغه اژانس کارپیژاندو د څو بم چاودنو غږونه اوریدلي دي او د ژاپروژیا له اټومي بټۍ څخه یې پورته کیدونکي لوګي هم لیدلي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وویل په ژاپروژیا اټومي بټۍ کښې د اورلګیدا ظاهرا د دغه بټۍ د امنیت لپاره کوم خطر نه دی رامینځته کړی.

ژاپروژیا اټومي بټۍ چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د روسیې په لاس کښې ده.