حماس غورځنګ د اوربند د موافقې د اجرا کیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151268-حماس_غورځنګ_د_اوربند_د_موافقې_د_اجرا_کیدا_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.
(last modified 2024-08-12T03:02:32+00:00 )
Aug 12, 2024 07:26 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ د اوربند د موافقې د اجرا کیدا غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې د سیاسي ګټې د ترلاسه کولو لپاره د فلسطین د جنګ د اوږدولو کوشش کوي په راتلونکي پنجشنبې ورځ د خبرو اترو د یوه بل پړاو د ترسره کولو لپاره د امریکا ، د قطر او د مصر وړاندیز منلی دی.

د فلسطین حماس غورځنګ  وویل مونږ د اوربند د هغه پلان عملي کول غواړو کوم چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان میلادي کال د مي د میاشتې په یودیرشمه نیټه وړاندې کړ او وروسته د ملګروملتونو امنیت شورا هغه تصویب هم کړ.

حماس غورځنګ زیاته کړه مونږ نورې خبرې یا وړاندیزونه نه منو.

بل خبر دا چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل په غزې تړانګې کښې به د اوربند موافقه زما د ولسمشرۍ د پړاو له ختمیدا مخکې امکان ولري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې ټیلي ويژنې مرکې کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ایا ته باوري یې چې  په غزې تړانګې کښې د اوربند موافقه به د ستا د ولسمشرۍ په پړاو کښې چې پینځه میاشتې وروسته ختمیږي ترلاسه شي وویل هو دغه موافقه امکان لري.

هغه وویل هغه پلان چې ما وړاندیز کړی دی د جي اوه ډلې لخوا او د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا تصویب کړی شوی او دغه پلان اوس هم عملي کیدونکی دی.