د وحشی صهیونیستي رژيم هدف په غزې کې قومي نسل وژنه ده
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د فلسطین دغزې ښار په التابعیّن مدرسې په حملې کې د صهیونیسټي رژیم وحشتناک جنایت په غزې تړانګې کې د قومي نسل وژنې لپاره ددغه وحشي او جنایتکار رژيم دشیطاني هوډ ښودنه ده.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی شورا مشر باقر قالیباف پرون د نړۍ د مختلفو هیوادونو د پارلیمانو د مشرانو په نامې په یوه پیغام کې د غزې تړانګې باندې په حملې کې د صهیونیسټانو دجنایتونو په باب ووئیل،په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د وحشي ډوله یرغلونو په لسو میاشتو تیریدا سره د فلسطین د بې ګناه ښاریزو قصدا ټارګټ کول او د پراخو جنایتونو دوام په غزې کې د انساني غمیزې دوام او دغه ویجاړونکي جنګ د ختمیدا لپاره د منحوس او نیواکګر صهیونیسټي رژيم د سیاسی ارادې دنه شتون ښودنه کوي..
د ایران د پارلیمان مشر روښانه کړې،د وحشی صهیونیسټي رژيم د دوامدارو جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو دچُپتیا یوه پایله دا ده چې دغه ناروا رژيم نه یوازې د خپلو بې شرمو اوبوږنونکو اقداماتو ددوام لپاره هیڅ پوله او حد نه پيژني ، بلکې دځينو قدرتمونو په بشپړ ملاتړ سره په غزې کې دټارګټ کونکي نسل وژنې او جنایتونو په عادي کولو پسې دی.صهیونیسټي رژيم د عامو خلکو او د فلسطینیو چارواکو په دوامدار ډول دنښه کولو په موخې سره له درستو سرو کرښو د تیر شوی دی، داسې اقدامات چې د ډيرو په باؤر د دوي دړې وړې کیدا او له مینځه تلل ئې لا زیات چټک کړي دي. هغه دراز د نړۍ د پارلیمانو له مشرانو او درستو پتمنو او نړیوالې ټولنې غوښتي ، د اسرائيلو دنیواکګر رژیم دجنایتونو په سختې محکومونې سره دې د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ کې پخپلو انسانی ،اخلاقي اونیړوالو مسئولیّتونو باندې عمل وکړي او د عامو فلسطینیانو د وژولو ددرولو لپاره دې چې د جنګی جرمنونو او د نړیوالو حقوقو او د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده هڅه وکړي.