په الاقصی جومات تیری د تاوتریخوالو د زیاتولو لپاره دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د ځینو وزیرانو او د صهیونیسټ ښارګي میشته تیری په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره لمسونکی اقدام وباله.
هغه بیګا په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو او د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې ځینو وزیرانو د تیري د غندلو په ترڅ کښې په دې هکله د نړیوال په تیره بیا د اسلامي حکومت او د مسلمانو ملتونو د غبرګون پرضرورت ټینګار وکړ.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني وویل نړیواله ټولنه او نړیوال ارګانونه د صهیونیسټ رژیم لخوا د نړیوالو مقرراتو او د قوانینو د خلاف ورزۍ کونکو او د وحشیانه اقداماتو د بندولو لپاره عیني او سمدستي مسوولیت لري.
په همدې ارتباط د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم الاقصی جومات ته له سپکاوي څخه په ډک ډول ننوتلو کښې د یوشمیر ښارګي میشته صهیونیسټانو او د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د دوو وزیرانو له تیري څخه ډک اقدام په کلکه وغاند او دا ډول لمسونکي اقدامات یې په سیمه کښې د ناکرارۍ او د تاوتریخوالي په پراخولو کښې د صهیونیسټانو د ارادې بل روښانه مصداق وباله.
د ایران د خارجه وزارت ویاندې په پاې کښې امریکا او د صهیونیسټ جنایتکار ځینو ملاتړو عربي هیوادونو ته په خطاب کښې یادونه وکړه که چیرې تاسو د لویدیځې اسیا سیمې د امنیت او د ثبات په هکله د اندیښنې په اړه په خپلې ادعا کښې رښتیوني یاست نو زر تر زره صهیونیسټ جنایتکار رژیم کنټرول کړي او په غزې تړانګه کښې نسل کشۍ او په فلسطین او د سیمې په سویه د دغه یاغي رژیم ماجرا غوښتنې پاې ته ورسوي.
د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر پرون له یوشمیر ښارګي میشته کسانو سره یوځاې په الاقصی جومات یرغل وکړ.