د نړۍ د کاتولیکانو رهبر یوځل بیا په غزې تړانګې کې د اوربند په ضرورت ټينګار وکړ
(last modified Fri, 16 Aug 2024 11:17:06 GMT )
Aug 16, 2024 15:47 Asia/Kabul
  • د نړۍ د کاتولیکانو رهبر یوځل بیا په غزې تړانګې کې د اوربند په ضرورت ټينګار وکړ

د نړۍ دکاتولیکانو رهبر په غزې تړانګې کې د نښتو د زیاتیدا او بوږنونکو حالاتو په باب په سختې اندیښنې ښودلو سره په دغې سیمې کې د فوري اوربند د ټينګیدا غوښته وکړه.

زمونږخبریال راپور راکړ،د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د حضرت مریّم(س) دعروج په مناسبت ددعا د دستورو له ترسره کیدا وروسته، داوکراین،لویدیځي آسیا، سوډان او میانمار پشمول د نړۍ مختلفو بحرانونو اوتریګلتیاؤ ته اشاره وکړه او په غزې تړانګې کې په بحراني حالاتو باندې په تمرکز سره ئې د تاؤتریخوالو پر ختمیدا ټينګار وکړ.

د تیر کال داکتوبر له اومې نیټې وروسته د اسرائيلو  نسل وژونکي رژیم تر دې دمه دامریکا او ځینو لویدیځي هیوادونو په هراړخیز ملاتړونو سره  د فلسطین دمظلومو او بې دفاع  خلکو په ضد په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې  پراخې وژلې او غیر انساني جنایتونه  اوج ته رسولي  او د نړیوالې تونلې او د بشری حقوقو  اورګانونو دددغه نیواکګر او وحشي ډوله رژیم  د  جنایتونو  په وړاندې بشپړ چُپتیا ، داسرائيلو په وسیله د فلسطینیو بې دفاع ماشومانو،ښځو او بوډاګانو دعامې وژلې ددوام سبب شوې ده.

په غزې تړانګې کې د فلسطین د روغتیائي چارو د وزارت د اعلان په اساس، دغزې جنګ له پیله  تر دې دمه  د فلسطینیو شهیدانو شمیر څه دپاسه څلویښت زره کسانو ته رسیدلی او دغه راز ئې د ټپیانو شیمر  دوه نوي زره کسانو ته رسیدلی چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.

 

ټیګونه