چین: امریکا د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151462-چین_امریکا_د_نړۍ_تر_ټولو_ستر_اټومي_ګواښ_دی
د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياوانګ دغه څرګندونې په جاپان کې د امريکايي ځواکونو د پياوړتيا په اړه د پنټاګون د پرېکړې په غبرګون کې وکړې.
(last modified 2024-08-17T23:49:20+00:00 )
Aug 18, 2024 02:48 Asia/Kabul
  • چین: امریکا د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ګواښ دی

د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياوانګ دغه څرګندونې په جاپان کې د امريکايي ځواکونو د پياوړتيا په اړه د پنټاګون د پرېکړې په غبرګون کې وکړې.

د چین د دفاع وزارت ویاند امریکا د احتمالي اټومي شخړې په وخت د نړۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ وباله

د ایسنا د راپور له مخې، بیجینګ د واشنګټن چارواکي تورن کړي چې د خپل تسلط د ساتلو په ځانګړې توګه د اټومي وسلو په اړه د نړیوالې ټولنې د ویرولو په هدف غیر مسؤلانه پریکړې کوي،

د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياوانګ دغه څرګندونې  په جاپان کې د امريکايي ځواکونو د پياوړتيا په اړه د پنټاګون د پرېکړې په غبرګون کې وکړې.

له جاپاني چارواکو سره په یوه وروستۍ غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن دغه بدلونونه "په تېرو ۷۰ کلونو کې د توکیو او واشنګټن ترمنځ په پوځي اړیکو کې یو له قوي بدلونونو وباله.

په دې غونډه کې امریکا ژمنه وکړه چې د اټومي وړتیاو په شمول به په خپل ټول توان او ظرفیت  سره له جاپان دفاع وکړي

د چین د دفاع وزارت ویاند دغې غونډې ته په غبرګون کې وویل: دا ډول اقدامات یوازې د جګړې او د سیمې ثبات او سوله کمزوری کوی.

 

د چین د دفاع وزارت د ویاند په وینا، امریکا د نړۍ لپاره تر ټولو لوی اټومي ګواښ دی ځکه چې په نړۍ کې تر ټولو لوی اټومي وسلې لري او داسې پالیسي یې غوره کړې چې دغه هېواد ته د لومړي ځل لپاره د دا ډول وسلو د کارولو اجازه ورکوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند جوته کړه په جاپان کې د امریکا وروستي اقدامات به یوازې تاوتریخوالی زیات کړي او د وسلو او سیمه ایزو اټومي شخړو د پراختیا خطر به زیات کړي."